افغان او پاکستاني چارواکو د سولې پر نوو هڅو ټینګار کړی
۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبهاسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دواړه اړخونه د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می ۲۷مه) په روالپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مقر کې دغي پریکړې ته رسیدلي دي.
د افغانستان د پلاوي مشري د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر کوي. په دغه پلاوي کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او همداشان په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم ګډون لري.
زاخیلوال هم د خپل ټویټر په رسمې پاڼه د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه او د افغان پلاوي د ملاقات انځورونه شریک کړي دي.
د پاکستان د پوځ له لوري د دوشنبې په ورځ په یوې خپرې شوي اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه پلاوي ته وویل چې «موږ باید پیل په دې باور سره وکړو چې نه له یو او بل څخه د یوه انچ خاورې د غوښتلو هیله لرو او هیچا ته به د یو او بل پر وړاندې د خپلې خاورې د استعمالیدو اجازه نه ورکوو.»
پاکستان په وارو وار د افغان حکومت تر دې فشار لاندي راغلی دی چي یاغیانو ته دي د پټنځایونو ورکول ودروي چې په افغانستان کې پرې د بریدونو تور پورې کیږي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.