اسپر: امريکايي عسکر بايد د خپلو کړنو ځواب ووايي
۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبهدغه خبره دوه ورځې وروسته له هغې کيږي چې ولسمشر ترمپ په جنګي جرايمو تورن دوه افسران بخښلي ول. ترمپ همداراز د سمندري ځواک يوه ټولۍ مشر ته چې رتبه يې تنزيل شوې وه، بېرته ترفيع ورکړې ده. د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان او عراق په څېر هېوادونو ته د دغسې بخښنو پر وخت څنګه اطمينان ورکړل شي، اسپر وويل: «موږ يو ډېر موثر پوځي نظام لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې منتقدينو ويلي دي چې د ترمپ له خوا دغسې بخښنې دا پيغام لري چې د جګړې په ميدان کې شوي جنايتونه زغمل کيږي. ترمپ د دغو درو تنو عسکرو په قضيو کې مداخله کړې وه: ډګرمن کرينت لورانس، ډګروال ماتيو ګولستين او د سمندري ځواک ضابط، ادوارد ګېلګر.
په افغانستان او عراق کې جنګي جرايم
په ۲۰۱۳ کال کې څارنوالانو پر لورانس تور ولګاوه چې په غير قانوني توګه يې د افغانستان په کندهار ولايت کې په موټر سايکل د دوو سپرو کسانو د ويشتلو امر کړی وو، په داسې حال کې چې امريکايانو هلته ګزمه وهله. تېر کال، ګولستين چې د پوځ پر «ګرين بېرت» واحد پورې اړه لري، په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د يوه سړي په وژلو تورن شو. ګېلګر چې د «سيلز» په نوم د پوځي واحد يو ټولۍ مشر دی، په دې تورن شوی چې په ۲۰۱۷ کال کې يې په عراق کې جنګي جنايتونه کړي دي. په جولای مياشت کې يوې پوځې محکمې هغه ته برائت ورکړ، خو په دې يې محکوم کړ چې د دغه زنداني له مړي سره يې عکسونه اخيستي ول. جزا يې دا وه چې ربته يې تنزيل شوه. د دفاع وزير اسپر وويل چې امريکايي ځواکونه «له لومړۍ ورځې څخه د وسله والو شخړو د قوانينو په اړه روزل شوي وي او دا چې د جګړې پر مهال بايد څرنګه چلن وکړي» او ټينګار يې وکړ چې د دغو مقرراتو مطابق چلن به کوي. د هغه په خبره «که دا کار ونه کړي، نو د متحده آيالاتو پوځ به وړ ګامونه پورته کړي چې هغوی د خپل مسئوليت منلو ته وهڅول شي.»
رويترز/ن ص/ا و ا