استانبول؛ د اروپا يو ښکلی ستر ښار
استانبول د نړۍ يوازنی ستر ښار دی چې په دوو لويو وچو، اروپا او آسيا کې پروت دی. د انځورونو په دې ګالري کې موږ تاسې ته د دغه ښکلي ښار د هغو مشهورو ځايونو په اړه معلومات درکوو چې دغه ښار ته د سفر پر وخت يي هرو مرو ووينئ.
ايا صوفيه: هغه ځای چې بايد وليدل شي
ايا صوفیه په ډېر ښه شان سره د ښار تاريخ منعکسوي. په ۳۲۵م کال کې د کلیسا په توګه رامنځته شوې دا ودانۍ په ۱۴۵۳م کال په مسجد بدله شوه. د ترکیې لومړي جمهور رئيس مصطفی کمال اتاترک په ۱۹۳۵م کال دا جومات په يوه ميوزيم بدل کړ. ۸۵ کاله وروسته ولسمشر رجب طيب اردوغان دا ميوزيم بيرته مسجد کړ. ليدو ته یې خلک اوس هم ورتلای شي، خو د لمانځه پر وخت بايد مقررات رعايت شي.
د توپ قاپي ماڼۍ
تر ایا صوفیه وروسته توپ قاپي يا د سلطان ماڼۍ چې ۶۰۰ کاله زړه ده، د ترکیې تر ټولو مشهور د ليدو وړ ځای دی. د سترو باغونو په منځ کې سرای، جوماتونه، دالانونه او کتابخانې چې دې ماڼۍ ته يوه ځانګړې ښکلا وربخښي. دا چې دغه مانۍ پر ۷۰ هيکتاره ځمکه پرته ده، نو د لیدو له پاره يې بايد سړی کافی وخت ولري.
د سلطان احمد جومات
په استانبول کې تر ۳۰۰۰ ډېر جوماتونه دي. د سلطان احمد جومات په ۱۷مه پيړۍ کې جوړ شوی او تر ایا صوفيه وروسته اوږده موده د ښار مرکزي جومات وو. د «آبي مسجد» نوم یې پرې په مهارت د لګول شويو سپينو او آبي ډبرو له وجې خپل کړی دی او دغه مسجد یې د عثماني معمارۍ په يوه آلماس بدل کړی. همدا شان شپږ منارونه یې هم ځانګړي دي.
د استانبول روح؛ ستر بازار
استانبول په ډېرو داسې بازارونو شهرت لري چې له رنګونو او شوره ډک دي. دا د ښار يوه مهمه برخه ده. له ۱۵مې پيړۍ راهيسې «ستر بازار» د سودا رانيولو او تجارت تر ټولو مهم مرکز دی. په سرپوښ بازار کې دوکانونه د تولیداتو د ډول پر اساس ويشل شوي: غالۍ، ګاڼه، ظرفونه او نور ډېر څه دلته موندل کيږي.
د حريم سلطان ایا صوفيه حمام
سل کاله مخکې ښايي په استانبول کې دومره ډېر حمامونه وو لکه نن چې پکې جوماتونه موجود دي، کابو ۲۵۰۰ که څه هم اوس یې د پخوا په پرتله شمېر لږ دی، خو بيا هم ډېر دي. دا [په انځور کې] د ۱۶مې پيړۍ يو حمام دی. په دې حمامونو کې لومړی پر بدن ګرمې اوبه اچول کيږي، بيا سړی پر ګرمې مرمر ډبرې استراحت کوي، بيا کيسه کيږي او په پای کې يو ښه مالش او بيا ورپسې ګرم چای ورکول کيږي.
ډوبه شوې ماڼۍ؛ باسليکا زستيرن
له ایا صوفيه څخه يوه پټه لاره دغه حوض ته تللې چې ستر ستونونه لري. دا چې سيلانيان یې نندارې وکړای شي، چارواکو ورته په ۱۹۸۰يمه لسیزه کې له لرګيو لارې جوړې کړې. په دې ځای کې د هالي ووډ د يو شمير فلمونو صحنې هم ريکارد شوي دي.
په باسفورس کې د کښتۍ چکر
استانبول ته څيرمه تنګی نه يوازې توره بحيره له مرمر سمندرګي سره نښلوي، بلکې اروپا او آسيا هم سره وصلوي. په باسفورس سمندرګي کې د کښتۍ د سفر په ترڅ کې سړی د ښار د ليدو وړ ځايونه ننداره کولی شي.
له ښاره دباندې؛ د پرنس ټاپوګان
په مرمر بحيره کې نهه پرنس ټاپوګان پراته دي چې دا د استانبول ښار برخه هم دي. په دغو ټاپوګانو کې چې د تګ راتګ ښه امکانات ورته شتون لري، کابو ۱۵ زره کسان ژوند کوي. د دغه ميليوني ښار د اوسيدونکو او همدا راز د سيالانيانو له پاره دا د استراحت او سېل يو ښه ځای دی.
بالک اسمک؛ د استانبول مشهور خواړه
ترکي خواړه چې تازه ترکاري، غوښه، کبان او بېلا بېلې مصالحې یې ستره برخه جوړوي، ډېر خوندور وي. غلطه پله ته څيرمه د کبانو په مارکيټ کې د بالک اسمک په نوم خواړه ډېر شهرت لري. دا د ګرمې ډوډۍ، تازه سلاد او نورو ترکاریو او کب څخه جوړ سانډويچ دی، چې ډېر ښه خوند لري.
الفتاه يا دختر منار
د استانبول له ښکليو ځایونو څخه يو ځای. سړی الفتاه يا دختر منار څخه د لمر پريوتو ښکلی ننداره کولی شي. دا منار په باسفورس سمندرګي کې پر یوه کوچني ټاپو پروت دی. د ۱۸مې پيړۍ دا منار پخوا د کښتيو د لارښود، د قرنطين د مرکز او يا د پخوانيو سمندري افسرانو د راټوليدو د ځای په توګه کاريده، خو نن سبا يوازې د سيلانيانو د ليدو يو ځای دی.