اردوغان جنوبي قفقاز ته هم لاس غځولی او نور پاروي
۱۳۹۹ مرداد ۱۱, شنبهترکيه ځان د پخواني شوروي جمهوريت اذربايجان ساتندوی ځواک بولي. د دغو دواړو هېوادونو خلک يو له بل سره توکميز او ژبني مشترکات لري. د کسپين سمندر ته پراته هېواد اذربايجان تر خپلواکۍ وروسته په ۱۹۹۱ کال کې د «دوه دولتونه، يو ملت» سیاسي مفکوره رامنځ ته شوه چې باکو او انقره يې د خپلو دوو اړخيزو اړيکو اصلي شعار ګڼي.
د ۹۰يمو کلونو د نيمايي راهيسې اذربايجان د ارمنستان له ځواکونو سره نښتې کړې دي. دغه نښتې د سرحد په اوږدو کې آخ و ډبونه عين تر اصلي جګړو پورې دي. اصلي ناندرۍ ډېری وخت د غرني قره باغ سيمې په سر وي چې په نړيواله کچه د اذربايجان خاوره بلل کيږي، خو ارمنستان ورته د خپلواک دولت په سترګه ګوري. ارمنستان د دغې سيمې کنترول د ۱۹۹۴ کال راهيسې لري چې تر مخه يې پوځي نښته شوې وه.
د جولای په ۱۲مه د ارمنستان په شمال کې بيا د دواړو لورو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې. د رسمي معلوماتو له مخې ۱۷ تنه چې اکثريت يې عسکر ول، وژل شوي دي. دواړه هېوادونو پر يو بل يې پړه اچوي.
انقره د اذربايجان ملاتړ کوي
انقرې د معمول سره سم د اذربايجان طرف نيولی دی. د ترکیې د دفاع وزير هلوسي آکر پر ارمنستان باندې د دغې پېښې بشپړه پړه اچولې ده: «د آذربايجان د ترکانو کړاو زموږ کړاو هم دی.» په ۲۰۱۶ کال کې د څلور ورځنيو نښتو پر مهال د ترکیې ولسمشر، رجب طيب اردغان، ويلي وو چې د جدي پېښو پر وخت به له اذربايجان څځه «تر پايه پورې» ملاتړ وکړي. دا ځل البته يوازې د اګست مياشتې د لومړۍ تر لسمې نېټې پورې ګډ پوځي مانورونه تر سره کيږي. خو انقره د اقتصادي عواملو له کبله د کسپين سمندر په اوږدو پروت د اذربايجان ملاتړ کوي.
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د ګرجستان سره يو ځای اذربايجان د ترکیې له پاره د انرژۍ د لېږدولو يو مهم دهليز دی. د دغو دوو هېوادونو په اوږدو د ګازو درې مهمې نلليکې تېريږي چې د کسپين سمندر ګاز ترکيې ته رسوي. اذربايجان په وروستيو کلونو کې د ترکيې د انرژۍ يو تر ټولو مهم سمبالونکی جوړ شوی دی. د دې علت دا دی چې انقره په ډېرېدونکي ډول هڅه کوي چې د روسيې په ګازو پورې وابستګي راکمه کړي. تر اوسه ترکیې ته له روسيې څځه د «بلو ستريم» پايپ لاين په واسطه ګاز رسېدل. خو د «ترکيش ستريم» په نوم نوې نلليکې اوس تقريبا دوه برابره زيات ظرفيت لري.
يو ځل بيا انقره او مسکو يو د بل په وړاندې ولاړ دي
کېدای شي دا د انقرې يوه ستراتيژيکه اشتباه وي: که د ليبيا کورنۍ جګړه او يا د شمال لويديځې سوريې د ادليب سيمه وي. د انقرې او مسکو دريځونه ډېر سره لرې او متفاوت دي. د اذربايجان او ارمنستان په کړکېچ کې هم د دواړو سيمه يزو قدرتونو علايق يو د بل پر ضد دي. دا چې انقره په سيمه کې ځان د اذربايجان ساتندوی ګڼي، د کريملين له خوا په غوسې سره څارل کيږي. د روسيې د چارو ترکی کتونکی، کريم هاس له مسکو څخه په دې نظر نه دی چې د اګست په لومړۍ نېټه شروع کېدونکی پوځي مانور به د انقرې او مسکو تر منځ ترينګلتيا رامنځ ته کړي. خو دغه حالت کېدای شي ډېر ژر بدلون هم پيدا کړي: «داسې شواهد په ډېرېدو دي چې د ترکیې حکومت غواړي په اذربايجان کې دايمي پوځي اډه جوړه کړي.» دغه خبره ښايی د انقرې او مسکو تر منځ د جدي کړکېچ خطر ډېر کړي.
د روسيې د حکومت له خوا د انقرې په وړاندې د شک او ترديد علت دا دی چې مسکو هم غواړي په ياده سيمه کې سوداګري وکړي. د روسيې د انرژۍ شرکتونه لکه ګازپروم ارمنستان او د غرني قره باغ سيې ته د ګازو په لېږد کې انحصاري قدرت لري. د دې تر څنګ روسيه ځان د ارمنستان ساتندوی ځواک بولي چې د اذربايجان اصلي دښمن هېواد دی. د ۱۹۹۵ کال راهيسې روسي ځواکونه هلته يوه پوځي اډه هم لري چې د ترکیې له سرحد څخه يوازې ۱۵ کيلومتره لېرې ده.
دانيل دريا بلوت، دېګېر اکال، هلال کويلو