اردوغان: سوريه کې به د کردي ډلو پرضد عمليات پيل کړو
۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبهاعلان
د ترکیې جمهور رئیس، رجب طیب اردوغان په تهران کي د روسیې او ایران د جمهوررییسانو، ولاد یمیر پوتین او ابراهیم رئیسي سره د یوې سرمشریزي پرمهال خپل هغه ګواښ بیا تکرار کړ، چي په سوریه کي به د کردي ډلو پرضد نظامي عملیات پیل کړي.
هغه وویل چي «موږ به د ترهرګرانو پرضد خپلي مبارزې ته ادمه ورکړو» او په دې لار کي یې د دواړو جمهوررئیسانو څخه د ملاتړغوښتنه وکړه. ایران چي هم د روسیې په ډول د سوریې په بحران کي دخیل او د دمشق د حکومت خواته ولاړ دی، بیا د ترکیې د دغه ډول یوه اقدام څخه خبرداری ورکړ. په خبره يې د دغي شخړي له پاره یوازي سیاسي حل موجود دی.