آیا په خپلوانو کې واده کول مخ پر کمښت دي؟
۱۴۰۳ آبان ۱, سهشنبهاعلان
د "برادفورډ بورن" څیړنیز پروګرام راپور موندلې ده چې په برادفورډ، برمینګهم او د لندن په ریډبریج، کې ۲۰ تر ۴۰ سلنه د ماشومانو مړینې په خپلوانو کې د ودونه له امله رامنځته کیږي، ځکه چې جنیتکي او کروموزومي ستونزي له ځانه سره لري.
په خپلوانو کې ودونه په بریتانیا کې میشت پاکستانیانو په مینځ کې اوس هم شته، خو داسي ښکاري چې اوس دغه څه ډېر کم شوي دي. په څېړنه کې ښودل شوې ده چي د ۶۰ سلنه پاکستانیانو ودونه په بریتانیا کې په خپلوانو کې ول، خو اوس دغه فیصدي ۳۰ سلنې ته راکښته سوې ده.
د برمنګهم روغتون داکټر شبي احمد، خبرداری ورکوي چې په خپلوانو کې ودونه جنیتکي مسائیلو ته د پام وړ خطر زیاتوي.
هغه زیاته کړې ده چې دا ستونزي یوازي پا پاکستانیانو او کشمیریانو کې نه دي، بلکې په عربي ټولنو لو نورو ډلو کې هم شته.
dw_hotspotasia