آیا هند هم په افغانستان کې خپل سفارت بيرته پرانیزي؟
۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبهپر افغانستان د طالبانو کنترول او نوو تحولاتو په پام کې نیولو سره متحده عربي امارات، آلمان، جاپان او د اروپايي اتحادیي ترڅنګ یو شمیر هیوادونه په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو پر امکاناتو غور کوي. په همدې منځ کې د هند پخواني مرستیال ولسمشر حامد انصاري چې په افغانستان کې د دغه هیواد سفیر هم پاتې شوی دی، په کابل کې د هند سفارت بندول یوه تیروتنه بللې ده.
په هندي رسنیو کې خپرو شوو خبرونو په حواله د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې ګواکې د طالبانو په رسمیت پيژندل «اوس لا لیري خبره» ده او په دې اړه هیڅ بحث نه دی شوی، خو هر هیواد له افغانستان سره په ارتباط کې دی، څو د افغانانو د ضرورتونو په پام کې نیولو سره دغه پریکړه وکړي.
د دغه هندي چارواکي په حواله له افغانستان سره د مرسته شویو توکو د لیږ په برخه کې ستونزو ته په کتلو سره نوی ډهلي په کابل کې د خپل موجودیت په اړه غور کوي.
پاکستان هند ته له افغانستان سره د مرستې له پاره لار ورکوي
د پاکستان لومړي وزیر عمران د هند مرسته کړي توکو ته د اجازې ورکولو له پاره یو شرط ایښې وو چې دغه توکو به د پاکستان په خاوره کې د پاکستاني لاریو په وسیله انتقالیږي او هند باید د دغو لاریو کرایه هم ورکړي.
د سفارت پرانيستل د طالبانو په رسمیت پيژندلو په معنا نه دي
د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله: «په افغانستان کې د موجودیت مطلب هیڅ کله دا نه دی چې مونږ طالبان په رسمیت پيژنو. دا په دې معنی چې د نوي حکومت سره د معاملاتو له پاره به یو شمیر کسان هلته وي چې له ولس سره به هم اړیکه ټینګوي.»
هغه زیاته کړه چې د مودي حکومت د سفارت بیا پرانیستلو په هکله ډاډه نه دی، خو پر دې خبرې کیږي چې نوې ستراتیژي باید څه وي.
پر متبادلو لارو چارو غور کیږي
د اګست په ۱۵ پر کابل د طالبانو له کنترول څخه دوه ورځې وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تخلیه کړ. د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله دغه سفارت تړلی دی، خو ودانۍ ته یې هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی. دغه سفارت د کابل په زرغون سیمه کې موقعیت لري او طالبان د دې سیمې ساتنه کوي.
په هرات، مزارشریف، جلال آباد او کندهار کې هم د هند قونسلګیرۍ په بشپړ ډول بندې دي. دغه قونسلګرۍ په کابل کې د هند سفارت له تخلیه کیدو مخکې لا تړل شوې وې.
د هندي چارواکو په حواله په افغانستان کې هندي کارمندانو د بیرته ګمارنې په ارتباط متبادلې لارې هم موجودې دي. نوی ډهلي کولی شي چې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر په احاطه کې یو ټیم وګماري، سیمه ایز افغان کارمندان استخدام کړي او یا هم د دیپلوماتانو او امنیتي کارمندانو یوه کوچنۍ ډله په سفارت کې وګماري.
بل لور ته په افغانستان کې د هند یوه بل پخواني سفیر امر سنها، په تیرو وختونو کې د هند پر ماموریتونو د ترسره شوو بریدو په پام کې نیولو سره یو وار بیا په کابل کې د دغه هیواد د سفارت پرانیستلو په برخه کې له احتیاط څخه د کار اخیستنې مشوره ورکړې ده.
ش.ن/ ب.ص (جاوید اختر، نوی ډهلی)