آلمان په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت بیا تمدید کړ
۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبهد آلمان پارلمان یا بوندستاګ په افغانستان کې د دې هیواد پوځي ماموریت د یوه کال له پاره یو ځل بیا تمدید کړ او په دې توګه به آلماني ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې په دې هیواد کې خپل ماموریت پر مخ یوسي. آلمان هر کال په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د یوه کال له پاره تمدیدوي.
د آلمان په پارلمان کې د افغانستان د پوځي ماموریت د تائید له پاره ۳۵۸ مثبتې رایې، ۱۶۰ منفي او ۲۱ وکیلانو بیا په دې برخه کې خپلې رایې نه دي کارولي. آلمان په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتیري دي.
د افغانستان د ماموریت په تړاو د آلمان په پارلمان کې د اپوزیسیون سیاستوالو پر حکومت انتقاد وکړ چې د طالبانو او واشنګټن تر منځ د شوي تړون وروسته په افغانستان کې د آلماني ځواکونو واضح تګلاره موجوده نه ده.
د تیرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د افغان سولې په تړاو یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابریږي. د دې تړون په اساس طالبان اړ دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه را ټیټه او د افغانستان د سولې له پاره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.