آلمان له ایران سره د ترینګلتیا د کمښت له پاره خبرې کوي
۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبهوروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د یوه هوايي برید په پایله کې د عراق په هوايي ډګر کې د ایران تر ټولو جګپوړی پوځي جنرال قاسم سلیماني ووژل شو، اروپايي مشرانو په دې وضعیت کې د آرامۍ او زغم غږ کړی دی. د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۴مه نیټه) د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل چې د ملګرو ملتونو او اروپايي همکارانو سربیره هغه هم هیلمن دی چې له ایران سره به مستقیمي خبري وکړي څو د سلیماني تر وژل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې وضعیت بیرته عادي لور ته سوق کړي.
د بیلډ په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل: «په راتلونکو ورځو کې موږ به په ملګرو ملتونو او له اروپايي ټولنې سره د خبرو پرمهال او همداراز په سیمه کې د خپلو ملګرو او ان له ایران سره د خبرو له لارې ټولې هڅې وکړو څو [په منځني ختیځ کې] د وضعیت د لا خرابیدو مخه ونیول شي.»
په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې امنیتي او سیاسي وضعیت ډیر نازک بریښي، ماس وویل چې آلمان داسې هیڅ پلان نه لري څو په عراق کې د شاوخوا ۱۲۰ آلماني سرتیرو شمیر په اوسني وضعیت کې لوړ کړل شي. ماس وویل: «د اسلامي دولت [داعش] پر وړاندې مبارزه لا هم د آلمان په ګټه ده او همداسې به پاتې شي او د آلمان پوځ [هلته] په دې برخه کې مهمې روزنې ورکوي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له بیلډ ورځپاڼې سره په دې مرکه کې همداراز وویل چې هغه د بریتانیا او فرانسې او همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیرانو سره په تماس کې دی. نوموړي سربېره پر دې وویل چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسئول جوزیف بوریل هم د سلیماني تر وژل کیدو وروسته د ترینګلتیاوو د کمښت غږ کړی دی.