1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

«په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېرېدو ته اندېښنې»

۱۴۰۳ مهر ۲۷, جمعه

د سره صلیب او د سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر پر ډېرېدو دی او ټینګار یې کړی دی چې د ماشومانو د ژوند ژغورلو له پاره لا ډېر مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/4lwzv
يوه افغان مور د خپلې ۱۱ مياشتنۍ لور سرهه
د ارشیف انځور: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په ډېرېدو دیانځور: Oriane Zerah

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې خبر ورکړی دی چې په افغانستان  کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او ټینګار یې کړی دی، چې په دې برخه کې د ماشومانو د ژوند ژغورنې له پاره لا ډېر مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د روان ۲۰۲۴م کال په پیل کې اټکل و چې شاوخوا ۲ میلیونه او ۹ سوه زره ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، په خوارځواکۍ به اخته شي، خو په خپره کړې خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې، چې اوسنی شمېر څومره دی.

د سره صلیب او سرې میایشتې نړیوال فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دوی به د ژوند ژغورنې د فعالیتونو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د ناورین پر وړاندې د مبارزې صندوق ته ۵۰۰ زره سویسي فرانکه چې ۵ لکه او ۳۳زره یورو کېږي، چمتو کړي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغاني سرې میاشتې کلینیکونه د ماشومانو د خوارځواکۍ ټکان ورکوونکې پېښې ثبتوي.

د یو معذور افغان ماشوم انځور
د ارشیف انځور: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په ډېرېدو دیانځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په خبرپاڼه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس محمد نبي برهان له قوله لیکلي دي چې په افغانستان  کې د صحي ډلو له لوري د خوارځواکۍ ثبت شوې پېښې ټکان ورکوونکې دي.

برهاني زیاته کړې: «زموږ په هېواد کې د خوارځواکۍ کچه ټکان ورکوونکې ده. د ګرځنده او ثابتو کلینیکونو شمېرې ښي چې که د شدیدې خوارځواکۍ درملنه ونه شي، ښايي وژونکي اوسي. له دې امله اړینه ده چې د ډېرو کسانو د ژوند ژغورلو له پاره ژر تر ژره اقدام وشي.»

اړوند: يونيسف: خوارځواکي د اتو ميليونو ماشومانو ژوند ګواښي

د ډي پي ای د رپوټ له مخې، یو شمېر کورنیو مرسته کوونکیو ته ویلي دي، چې د کافي خوړو له پاره پیسې نه لري او دا چې دوی د خوراکي توکو له پاره خپلې شتمنۍ پلوري.

په رپوټ کې راغلي دي، چې په افغانستان کې ډېر شمېر ماشومان کافي خواړه نه لري. د آلمان خبري آژانس په رپوټ کې یې لامل د جګړو مخینه، د کار نشتوالی او د اقلیمي بدلونونو پایلې ښودل شوي دي.

آیا د افغانستان روغتیايي سکتور د فلجیدو له خطر سره مخ دی؟

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په خپلې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د مرسته کوونکو لا ډېر مالي ملاتړ د افغان ماشومانو د ژوند ژغورنې له پاره خورا اړین دی.

په دې خبرپاڼه کې د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ ته اشاره شوې ده، چې د خبرپاڼې له مخې په هرو پنځو ماشومانو کې یې دوه په خوار ځواکۍ اخته شوي. یو شمېر کورنیو د افغان سرې میاشتې صحي ډلو ته ویلي دي چې د خوړو له پاره کافي عاید نه لري.

اړوند: خوارځواکي څه ته وايي او په افغانستان کې یې مخنیوی څرنګه امکان لري؟

د کونړ ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په رپوټ کې یاد شي دویچه ویلې ته وویل، پر افغانستان د طالبانو  له واکمنېدو وروسته د اقتصادي حالت خرابوالي او د کاري موکو نشتوالي له امله آن خپلې کورنۍ ته درې وخته مناسب خواړه نه شي چمتو کولی.

هغه وویل: «اقتصادي حالت خراب دی. کار روزګار نه شته او مناسب خواړه نه رسېږي نو حتمآ به ماشومان په سو‌‌‌ءتغذیه اخته کېږي.»

په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو  د دویم ځل واکمنېدو وروسته اقتصادي بې ثباتي، د جګړو او اقلیمي بدلونونو پایلې د دغه هېواد د «ناسم حالت» دلایل ښودل شوي دي.

OD, af ، nz,(dpa) IFRC

آیا افغانستان کې د پولیو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي؟

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل