په لوېديځه افریقا کي بيا د ایبولا ویروس بیره
۱۳۹۹ بهمن ۲۷, دوشنبهد کرونا پانډمۍ په منځ کي د لوېديځي افریقا په هیوادونو کي د ایبولا بیرته خپرېدو سخت تشویشونه رامنځته کړي دي. لکه څنګه چي د ګینیا د عامي روغتيا وزارت اعلان کړی دی، د دغه هیواد په جنوب ختيځ کي تر پنځو کلونو وروسته بیا ۸ کسان په ایبولا اخته سوي او ۴ ترې مړه سوي دي.
دغه ټوله اته کسان د یوې جنازې د مراسمو پر مهال په هغه اخته او د اسهال، استفراق او خونریزۍ علایم یې درلودل. متوفی هم یوه نرسه وه، خو دا معلومه نه ده چي ایا هغه هم په ایبولا اخته وه او که څنګه.
د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کي هم په ایبولا د اخته کیدو ۳ پيښي ثبت سوي دي. کانګو دوه کاله دمخه اعلان کړی ؤ چي په هیواد کي یې ایبولا ختمه سوې ده. ایبولا هغه وخت د کانګو په ختيځو برخو کي خپره سوې وه او تر ۲۲۰۰ ډېر کسان ترې مړه سوي ول.
د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د یکشنبې په ماښام (د فبرورۍ ۱۴مه) په ګینیا کي د ایبولا د بیرته خپرېدو خبر ورکړی.
په لوېديځه افریقا کي ایبولا په تکرار سره بیرته خپره سوې
په لوېديځه افریقا کي د ایبولا نوو پيښو دا بیره رامنځته کړې ده چي بیرته به هغه په شدت سره خپره سي، لکه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ چي یې له کبله تر ټولو ډیر په ګینیا، لیبریا او سیرالیون کي حداقل ۱۱۳۰۰ انسانان مړه سول.
ګینیا د روغتيا نړيوال سازمان او نورو بین المللي صحي ادارو څخه د ایبولا ضد یوه واکسن او یا یوې دوا په تهیه کولو کي مرسته غوښتې ده.
ایبولا داسي یو ویروس دی چي سړی ډیر ژر په اخته او ورڅخه مړ کیږي. دغه ويروس تر کرونا ويروس ډیر خطرناکه دی. د هغه مریضانو ته سخت اسهال او استفراق پیدا کیږي او د کرونا برعکس یوازي د اخته کس د بدن د مایعاتو سره د تماس له لاري انتقالیږي.