1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فېزر: په آلمان کی تقریباً هره ورځ یوه ښځه یا نجلۍ وژل کیږي

۱۴۰۳ آبان ۲۹, سه‌شنبه

د آلمان د جنایی پولیسو ادارې (BKA) د ښځو پر وړاندې د جرمونو په هکله خپله ارزونه وړاندي کړه چې پکې ويل شوي چې په ټول هیواد کی د ښځو پر وړاندې زورزیاتی ډیر سوی دی.

https://p.dw.com/p/4nAM7
په آلمان کی د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی زیات سوی دی
په آلمان کی هره ورځ یوه ښځه د زورزیاتي قرباني کیږيانځور: Frank Hoermann/SVEN SIMON/imago images

په جرمني کې د جنایی پولیسو د دفتر (BKA) په حواله مخ په زیاتیدونکي ډول ښځې او نجونې د زورزیاتي قرباني کیږي. د دې ادارې مرستیال، میشایل کریچمر د سه شنبه په ورځ ( نوومبر ۱۹ مه) په برلین کې د جنايي جرمونو په هکله چې زیاتره یې ښځو ته متوجه دي، د لومړنۍ ارزونې د وړاندي کولو پر وخت وویل چې ښځې په وار وار سره د جنايي جرمونو هدف گرځي.

په دې ډول په ۲۰۲۳ م کال کې شاوخوا ۱۸۰ زره ښځې او نجونې د کورني تاوتریخوالي قرباني سوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي. په دغه زماني چوکاټ کې په جنسي  جرمونو کې ۲۷ سلنه زیاتوالی راغلی چې د قربانیانو شمیر یې شاوخوا ۵۲ زرو ته رسیږي. له دوی څخه یې څه د پاسه نیمايي برخه لا اتلس کلن شوي نه ول. 

د نوموړې ارزونې له مخې، په تیرو پنځو کلونو کې تقریباً په ټولو برخو کې دغه ډول پیښې ډیرې سوي دي. د انساني قاچاق په برخه کې د قربانیانو شمیر د پخوا په شان پاته دی. ویل کیږي چې په مجموعي ډول زیاتره مجرمین نارینه دي. کریچمیر څرگنده کړه چې په ډیجیټالي برخه کې جنايي جرمونه مخ په زیاتیدونکي ډول پراخ سوي دي. احصایې پر هغو پیښو تکیه کوي چې پولیسو او یا هم لویې څارنوالۍ ثبتي کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې، نانسي فیزر د ښځو په وړاندې د زورزياتي د پیښو زیاتیدو ته په کتو سره وویل: «په آلمان کې تقریباً هره ورځ یوه ښځه او یا نجلۍ وژل کیږي.» یعني د جنسیت په دلیل د ښځو په وړاندي د مرگونې جنایت له امله. د فیزر په خبره دا چې ښځې د خپل ښځینه جنسیت له امله قرباني کیږي، د زغملو وړ نه ده. هغه زیاتوي:«موږ باید د قانون د حاکمیت له ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره په قاطعیت سره له دې کار سره خپل مخالفت وښیو، همدارنگه د یوې ټولنې په توگه په ټولنیزو شبکو، سړکونو، گاونډیتوب او شخصي ماحول کې چی متأسفانه دا ډول پیښې ډیرې رامنځته کیږي.»

پاکستان؛ د اور وژنې لومړنۍ ښځینه کارکوونکې

فیزر دې خبرې ته اشاره کوي چې د سمارت فونونو له پاره مخکې لا یو پټ اپ موجود دی چې په مرسته یې قربانیان کولای سي شواهد خوندي او د مرستې ځايونه پیدا کړي.

همدارنگه فدرالي پولیس د ریل په سټیشنونو کې هم بايد د اړیکو د نیولو ځایونه رامینځته کړي چې کارکوونکي یې ۲۴ ساعته فعال وي. د کورنیو چارو وزیره له ډیرې مودې راهیسې د کورني تاوتریخوالي په قضیو کې په پښو کې د بریښنایی زولنو او د نارینه وو له پاره د تاوتریخوالي ضد لازمي روزنې ملاتړ کوي. په دې توګه به د تاوتریخوالي د لړۍ مخه ونیول سي. هغه زياتوي: «دښځو  او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره باید عاملين ځانته تغير ورکړي.»

په آلمان کې د فامیلي چارو وزیره لیزا پاوز وايي چې په ټولو برخوکې د ښځو په وړاندي زورزیاتی د ورځني ژوند برخه گرځیدلې ده. هغې وويل چې د زورزیاتي هره پیښه له حده زیاته پیښه ده، ټولې ښځې له زورزیاتي  پرته او د آرام ژوند حق لري. دا باید په آلمان کې یوه عادي خبره وي، خو حقیقت بل ډول دی. هغه وايي: «دغه واقعیت باید موږ راویښ کړي.» 

پاوز وویل، هغه څه ته چې اړتیا ده، هغه جنايي محکمه، له تاوتریخوالي څخه په ښکاره ډول مخنیوی او په آسانۍ سره د لاس رسي وړ د ساتنې او مرستې سیستم دی. د آلمان  په سطحه د ښځو د محافظت شاوخوا ۳۵۰ سرپناوي او څه د پاسه ۶۰۰ مشورتي دفترونه موجود دي. خو بیا هم دا هرڅه کفایت نه کوي. له همدې کبله نوموړې غواړي چی په راتلونکې اونۍ کې کابینې ته د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون معرفي کړي.

د نورو ترڅنگ پکښي په پام کی ده چې د جرمني حکومت  له ۲۰۲۷ م کال څخه د ښځو د محافظت د سرپناهو په تمویل کې مرسته وکړي. علاوه پردې د محافظت او مشورې قانوني حق هم بايد موجود وي.

GP/BS/AG