رپوټ: که طالبان واک ته ورسیږي د ښځو حقونه محدودوي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتو د ملي شورا یو رپوټ خبرداری ورکوي چي د امریکا تر رهبرۍ لاندي د خارجي ځواکونو په وتلو سره د دې امکان موجود دی چي په دغه هیواد کي د ښځو حقونه له ګواښ سره مخامخ سي.
د امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتو د ملي شورا په دغه ارزونه کي راغلي دي: «طالبان په پراخه کچه د ښځو د حقونو په برخه کي د محدودیدو پر کړنلاره ټینګ پاته دي او که ملي واک په لاس کي ونیسي نو د تیرو دوو لسیزو ډیری پرمختګونه به بیرته پرشا وتمبوي.»
په دغه دوه صفحه یي رپوټ کي له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱ کال پوري د نوموړي ډلې د حاکمیت پر وخت له ښځو او نجونو سره د طالبانو سخت چلند ته اشاره سوې چي ښځي قصداً په کورونو کي قیدي سوې او نجونو زده کړو ته لاس رسی نه درلود.
په هغه وخت کي ښځو حتی د دې اجازه نه درلوده چي د کورنۍ له یوه محرم پرته له کوره ووځي. په دغه رپوټ کي راغلي دي چي د طالبانو په نظر کي د هغه وخت په پرتله کوم بدلون نه دی راغلی.
اوس له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونه وتل پیل سوي دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ویلي دي چي د ځواکونو د وتلو بهیر به د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې بشپړ سي. خو هغه او نورو امریکایی چارواکو ویلي دي چي له افغانستان او د ښځو د حقونو د تأمینولو په برخه کي به د هغوی ملاتئ پای ته ونه رسیږي.
د طالبانو ډلي تیره میاشت په یوې اعلامیې کي ویلي ول چي ښځي کولای سي «د تعلیم او تربیې، تجارت، روغتیا او ټولنیزو چارو کي د اسلامي حجاب په مراعاتولو سره ټولني ته خدمت وکړي.«
خو بیا هم په نوموړي رپوټ کی راغلي چي په طالبانو کي «د رهبرۍ حداقل تغییرات» لیدل کیږي چی تر یوځایه د ښځو په برخه کي د طالبانو د ډلي له خوا په دغو ژمنو کي شک رامنځته کوي.
د امریکایی ادارې په دغه ارزونه کي لیکل سوي چي «د ښځو د حقونو په برخه کي» پرمختګونه زیاتره ښایي د بهرنیو فشارونو له برکته رامنځته سوي وي او نه د داخلي ملاتړ له امله.
GP/SR/AG