1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

«پوتین غوښتل بایدن ته په انتخاباتو کي تاوان ورسوي»

۱۳۹۹ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو په حواله روسیې کوښښ کړی چي د امریکا د جمهوري ریاست تیر انتخابات تر خپلي اغیزي لاندي راولي او د هغه اوامر یې مستقیماً د کریملین څخه اخیستي.

https://p.dw.com/p/3qjHt
USA Wahlen 2020 | Donald Trump und Joe Biden
انځور: Mandel Ngan/AFP

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو په حواله روسیې د پروسږکال په نومبر میاشت کي د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پرمهال د پخواني جمهوررئیس دونالد ترمپ له پاره فعالیت کړی او کوښښ یې کړی دی چي د هغه رقیب جو بایدن ته تاوان ورسوي او همدارنګه په هیواد کي اختلافات رامنځته کړي.

د امریکا د استخباراتي ادارې د هماهنګ کوونکي ادارې د آمري، اوریل هېنس په یوه رپوټ کي راغلي دي چي د روسیې جمهوررئیس، ولاد یمیر پوتین او د هغه حکومت په انتخاباتو کي د لاس وهني کوښښ «تايید کړی او اجرا » کړی دی.

د رپوټ مطابق کریملین په انتخاباتو کي د بایدن کامیابي د «روسیې د علاقه مندیو خلاف» بللې ده. په همدغه رپوټ کي راغلي دي چي روسیې په دغه کمپاین کي پر خپلي استخباراتي ادارې، دولتي رسنیو ، انټرنیت او په اوکراین کي پر خپلو متحدینو باندي تکیه کړې وه.

د بایدن پرضد د اختلاس تورونه

د مسکو یوه مهمه ستراتیژي داوه چي بایدن او فامیل یې په اوکراین کي د هغه د زوی، هنټر د تجارتي فعالیتونو په معامله کي په اختلاس باندي تورن کړي. د رپوټ مطابق روسي اجنټانو هغه امریکایان هدف گرځولي ول، چي د ترمپ له حکومت سره یې ارتباط درلود، تر څو د بایدن پرضد تحقیقات مخته بوزي.

ددغه رپوټ پراساس روسیې د ۲۰۲۰م کال په انتخاباتو کي پر غلطو معلوماتو باندي تمرکز کړی دی او د ۲۰۱۶ م کال د انتخاباتو برخلاف یې کوښښ نه دی کړی چي د امریکا متحده ایالاتو پر انتخاباتي زیربناً باندي مستقیماً حمله وکړي.

Russland l Putin leitet Konferenz des Sicherheitsrates
د روسیې جمهورریس، ولادیمیر پوتینانځور: Alexei Druzhinin/AP/picture alliance

د رپوټ مطابق مسکو غوښتل چي «په امریکا متحده ایالاتو کي د کاندیدانو په هکله عامه تفاهم تر تأثیر لاندي راولي او په طویل المدت کي دا هدف پر مخ بوزي چي «د امریکا پر انتخاباتي سیسټم باندي اعتماد له منځه یوسي او د انسانانو اجتماعي درزونه تقویه کړي.»

د امریکا د استخباراتي ادارو ددغه رپوټ پراساس چین د دې برعکس کوښښ نه دی کړی چي د امریکا انتخابات تر خپل تاثیر لاندي راولي، خو بیا کیوبا، وینزویلا، د لبنان حزب الله او ایران دغه ډول کوښښونه کړي دي.