د امریکا د دفاع وزیر جرمني ته راځي
۱۴۰۰ فروردین ۲۰, جمعهپرون پنجشنبه (د اپریل میاشتي اتمه) په واشنګټن کي د پنتاګون په یوه اعلامیه کي راغلي دي، چي لوید استین به راتلونکې سه شنبه په خپل دغه ملاقات کي د جرمني د دفاع وزیرې، انه ګریت کرمپ-کارنباور او د صدرات اعظمی د خارجي او امنیتي سیاست د مشاور، یان هېکر سره وګوري.
د شپیګل المانۍ مجلې په حواله به د هغوی د خبرو مهمه اجنډا تر ټولو دمخه په افغانستان کي د ناټو د راتلونکي ماموریت په باب وي. هغه به همدارنګه د کارنباور سره په جرمني کي د امریکايي قواوو د مستقر کیدو په هکله د نظریاتو تبادله وکړي او په شتوت ګارټ کي به د اروپا د پاره د امریکايي قواوو د قوماندې د مرکز څخه لیدنه وکړي.
خو د دفاع د وزیر د اوسني سفر لومړی تمځای به اسراییل وي، چیري چي به د دغه هیواد د لوړ رتبه حکومتي او دفاعي نمایندګانو او صدراعظم بنیامین نیتانیاهو سره وګوري. وروسته به هغه جرمني ته راسي او بیا به بلجیم ته ولاړ سي.
په بلجیم کي یې د ناټو د مرکزي مقر څخه لیدنه په پلان کي ده. په پای کي به بیا هغه بریتانیا ته سفر وکړي.