امریکا له افغانستانه د ځواکونو رايستلو پريکړه سمه بللې
۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبهد امریکا د بهرنيو چارو وزیر، انتوني بلینکن دغه خبره پرون یکشنبه (۲۰۲۱م کال د اپریل ۱۸مه) له ABC ټلویزوني چینل سره په خبرو کي وکړه. هغه وويل چي امریکا متحده ایالات خپلو »پلان کړو« هدفونو ته رسیدلي دي.
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: «د القاعدې شبکه ډېره کمزورې سوې ده. هغه نور نه سي کولای چي له افغانستان څخه پر امریکا متحده ایالاتو باندي برید وکړي.»
امریکا متحده ایالات او ناټو متحدین یې د راتلونکي می میاشتي له اولي نېټې څخه د خپلو قواو په راوتلو باندي شروع کوي او پسله ۲۰ کلونو څخه هلته خپل دوامداره ماموریت پای ته رسوي.
په افغانستان کي اوس د ناټو تقریبأ ۹۶۰۰ او ۲۵۰۰ امریکايي عسکر مستقر دي. د جمهورریس جو بایدن په حواله امریکايي عسکر باید تر شلو کلونو ماموریت وروسته د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱نېټې پوري له افغانستان څخه راووزي.
د پام وړده چي امریکا متحده ایالات او متحدین یې هیڅ وخت پر طالبانو باندي برلاسي نه سول. پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ پروسږکال له طالبانو سره یو تړون لاسليک کړ چي پر اساس یې باید د همدې اپریل میاشتي تر اخره پوری له افغانستان څخه ټوله امریکايي قواوي وتلي وای.