1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچېنې: په آلمان کې د فبرورۍ پر ۲۳ انتخابات کيږي

۱۴۰۳ آبان ۲۲, سه‌شنبه

ټاکل شوې چې د آلمان د ائتلافي حکومت تر پاشل کېدو ۱۱ اونۍ وروسته، د راتلونکي کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۳مه به په آلمان کې نوي انتخابات وشي.

https://p.dw.com/p/4mvHS
اولاف شولڅ
ټاکل شوې چې د آلمان د ائتلافي حکومت تر پاشل کېدو ۱۱ اونۍ وروسته، د فبرورۍ پر ۲۳مه به په آلمان کې نوي انتخابات وشيانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

 آلماني سرچينو نن سه شنبه (د ۲۰۲۴م کال د نومبر ۱۲مه) وويل چې سوسیال ديموکراټان، محافظه کاران او زرغون ګوند پر دغې نېټې توافق ته رسېدلي دي.

مخالفو ګوندونو بیا غوښتل چې اولاف شولڅ دې په پارلمان کې رای اچونې له جنوري مخکې ترسره کړي. دوی خبرداری ورکوي چې آلمان په دغه ناسم وضعیت کې په داسې یو حالت کې پرېښودل کېږي چې له ېوې خوا اقتصادي بحرانونه مخ پر ډېرېدو دي او له بل لورې د امریکا متحده ایالاتو په انتخاباتو کې د دونالد ترمپ له بریا سره هم کېدای شي په دپلوماتيکو اړیکو کې نوې ننګونې رامنځ ته شي.

خو شولڅ، وايي چې په جنوري میاشت کې د انتخاباتو غوښتنه چې په اصل کې د محافظه کارانو د رهبر، فریدریش ميرڅ له لورې مطرح کیږي کېدای شي ستونزمنې وي. په وینا يې دا کولی شي د عمومي رخصتیو پرمهال د ټاکنیزو ادارو چارواکي اغیزمن کړي او له بل لورې به سبب شي چې ګوندونه د ژمې په دغه سوړ موسم کې ښه چمتووالی ونه لري.

ګوند عمومي منشي کارستين لینيمن آلماني تلویزیون ته وويل چې «مهمه ده چې موږ نوي انتخابات څومره چې امکان ېې وي ژر ېې ترسره کړو.»

د نوو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره، باید اولاف شولڅ په پارلمان کې د عدم اعتماد رای ورکونه راوغواړي چې په نتیجه کې سلب صلاحیت هم شي. د عدم اعتماد رای ورکونې له پاره نېټه آزاده پرېښودل شوې، که څه هم آلماني رسنیو ويلي دي چې کېدای شي د دسمبر مياشتي په منځ کې ترسره شي.

 اولاف شولڅ چې په حاضر وخت کې د زرغون ګوند په ملاتړ یو اقلیت حکومت اداره کوي، تمه لري چې د مخالفینو په کافي اندازه ملاتړ ترلاسه کړي تر څو له دفتره تر وتلو مخکې هغه قوانین پاس شي چې د اساسي قانون محکمه له ښي اړخي افراطیانو محفوظوی او ترڅنګ د اوکراین بودجه هم تامين شي.

د اولاف شولڅ په مشرۍ د آلمان له درو ګوندونو متشکل ائتلافي حکومت تېره اوونۍ د دغه ائتلاف د دوو ګوندونو او پخوانيو ائتلافي ملګرو تر منځ د میاشتو اختلافاتو په نتيجه کې وپاشل شو.

پارلماني رهبرانو د انتخاباتو له پاره د فبروري ۲۳مه نیټه وړاندیز کړې

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د اولاف شولڅ په مشرۍ د آلمان له درو ګوندونو جوړ ائتلافي حکومت وپاشل شول، نن د آلمان سترو سياسي ګوندونو په فبروري میاشت کې د نوو انتخاباتو پر نېټې توافق ته ورسېدل. د دغو ګوندونو په وړاندیز سره انتخابات به د فبرورۍ په ۲۳مه وي.

د اقتصاد وزیر او د صدراعظمۍ څوکۍ ته د زرغون ګوند نوماند رابرت هبیک وویل: «هر يو باید تمه ولري» چې د فبروري ۲۳مه دې په آلمان کې له وخت څخه مخکې انتخاباتو نيټه وي.

  • که چېرته د فبروري ۲۳مه نيټه د آلمان د ولسمشر، شتاینمار له خوا تائيد شي، نو په دې معنی ده چې له انتخاباتو مخکې صدراعظم اولاف شولڅ باید دغه کارونه وکړي:
  • صدراعظم اولاف شولڅ باید د آلمان پارلمان يا بونديستاګ ته د خپل حکومت د اعتماد رایې اخیستلو له پاره وړاندیز وکړي.
  • د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ به دغه وړاندیز ته ۴۸ ساعته وروسته رایه ورکړي، چې تمه ده شولڅ به پکې حکومت له لاسه ورکړي او داسې ښکاري چې د هغه حکومت به نور په پارلمان کې اکثریت ونلري.
  • شولڅ به د آلمان ولسمشر، فرانک-والتر شتاین مایر، ته د اساسي قانون د ۶۸مې مادې پر اساس د پارلمان د منحلېدو وړاندیز وکړي.
  • د قانون پر اساس، ولسمشر به ۲۱ ورځې وخت ولري چې پارلمان منحل کړي، که څه هم د قانون له لحاظه اړ نه دی چې دغه کار وکړي.
  • که هغه دغه کار وکړي، څرنګه چې په اساسي قانون کې تصريح شوې، هغه به د ۶۰ ورځو په دننه کې د انتخاباتو نيټه وټاکې
  • په نورماله توګه ولسمشر د انتخاباتو په تړاو د دولت له سپارښتونو پيروي کوي - دلته موضوع د فبروري ۲۳مه د انتخاباتو ورځ ده. 
  • په آلمان کې عمومي انتخابات معمولا د یکشنبې په ورځ کيږي.

(Reuters)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب