1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م افغانستان ته د بشري مرستو پروازونه له سره پیل کړل

۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعه

ملګرو ملتونو ويلي دي چي افغانستان ته يې د بشري مرستو رسولو له پاره پروازونه له سره پيل کړي دي. دغه پروازونه به اوس د پاکستان له پلازمېني اسلام باد څخه مزارشريف او کندهار ته کيږي.

https://p.dw.com/p/3zrJi
Symbolbild I World Food Program (WFP) in Afghanistan
انځور: Mohammad Jan Aria/ Xinhua/picture alliance

د ملگرو ملتو ویاند ستیفان دوشاري ويلي دي چي د بشر دوستۍ د مرستو په رسولو به ۱۶۰ بشري سازمانونه په دې وتوانیږي چي د افغانستان په ولایتونو کي خپل کارونه له سره پیل کړي. نوموړي ویلي چي په اوس وخت کي د بشری مرستو دغه پروازونه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد د افغانستان په شمال کي مزارشریف او جنوب کي کندهار سره وصلوي.

رویترز خبري آژانس د ملگرو ملتونو په حواله رپوټ ورکړی چي د اگست له ۲۹ مي څخه تر اوسه پوري درې پروازونه مزارشریف ته ترسره سوي دي. اوس په پام کي ده چي نور پروازونه به هم ترسره سي.

د دوشاري د معلوماتو له مخي، سربیره پردې د هوايي ترانسپورت یو پُل هم جوړیږي، تر څو د مثال په ډول دارو درمل دغه هیواد ته انتقال کړي. د مرستندویه سازمانونو په حواله، افغانستان په اوس وخت کي عاجلو بشري او صحي مرستو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتو ویاند ویلي دي چي د بشري مرستو پروازونو له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پوري په افغانستان کي شلو هدفونو ته مرستندویه توکي انتقال کړي دي. د هغه په خبره که مناسب امنیتي وضعیت او تمویلي منابع په لاس کي وي، نو دغو سیمو ته به د بشري مرستو د موادو انتقال له سره پیل سي.

GP/NZ/AG