د اوکراين آزاد شوي کلي او ښارونه
د اوکراین وسله وال ځواکونه وتوانېدل چې د اوکراین د هغو سیمو یوه برخه آزاده کړي چې د روسیې له خوا نیول شوي دي. لیمان، ایزیوم او نور ښارونه او کلي د روسیې د پوځ له وتلو وروسته څنگه ښکاري؟
اوکراين د خپلې خاوري د بيرته نيولو په حال کی دی
د اګست په پای کې، د اوکراین وسله والو ځواکونو د اوکراین په سویل او ختیځ کې د ځوابي عملیاتو د پیل اعلان وکړ. د اکتوبر په نیمایي کې دوی وتوانیدل چې د لسگونو ښارګوټو کنټرول بیرته ترلاسه کړي، د اوکراین د خرسون، زاپوریژیا، دونیڅک او لوهانسک سیمو په گډون، چې د روسیې فدراسیون د ساختگي ریفرنډمونو وروسته ضمیمه کړې.
کلي يې وران کړل، کورونه يې وسوځول
اوکرایني چارواکي د خپل پوځ د بریالیتوبونو خبر ورکوي. خو دوی د آزادو شویو ښارونو نومونه د امنيتي دلايلو له امله نه دي لیست کړي. په ډیرو سیمو کې د جګړو په ترڅ کې د استوګنې ودانۍ ویجاړې شوې، لکه دا د خیرسون په یوه کلي کې.
ستره بريا: لیمان آزاد دی
لیمان، د دونیڅک په سیمه کې د ترانسپورت لوی مرکز، د می په پای کې ونیول شو. د ښار آزادول یو ستراتیژیک بریالیتوب دی چې د اوکراین وسله والو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې په لوهانسک سیمه کې یرغل ته دوام ورکړي. آزاديدل هم یوه سمبولیکه پیښه وه، ځکه چې مسکو یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې د اوکراین اشغال شوې سیمې به له روسیې سره الحاق کړي.
د ويجاړ شویو پوځي مهماتو غرونه
د اکتوبر په لومړۍ نېټه، د روسیې د فدراسیون د دفاع وزارت په رسمي توګه ومنله چې د روسیې پوځیان د لیمان څخه وتلي دي. د لارې په اوږدو کې عسکرو مات شوي ټانګونه، لارۍ او تخریب شوي پوځي تجهیزات پریښودل. پخپله لیمان کې، د اوکرایین وسله والو ځواکونو پریښودل شوي روسي مهمات چې کارول شوي نه ول، هم کشف کړل.
د ماشومانو ډله ایز قبر
د اکټوبر په اوومه، د اوکراین پولیسو وویل چې وروسته له هغه چې روسان ووتل، په لیمان کې د ۱۸۰ جسدونو یو ډله ایز قبر وموندل شو. په موندل شوي جسدونو کی ټول د کورنيو غړي او د دوي ماشومان وو، چې دغه ماشومان د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ ترمنځ زیږیدلي دي.
پرته له بريښنا او اوبو
د می له نیمایي راهیسې، د لیمان ډیری اوسیدونکي مجبور ول چې پرته د بريښنا ، بخارۍ یا روانو اوبو ژوند وکړي. په دې عکس کې یو سړی له یوه پمپ څخه اوبه راوباسي، شاته یې یو ویجاړ شوی کور دی.
د خوراکي توکو له پاره په کتارونو کي دریدل
وروسته له هغه چې اوکرایني چارواکو د لیمان کنټرول ترلاسه کړ، دوی د ښار اوسیدونکو ته د خوراکي توکو او درملو ویش پیل کړ. خلکو د اړينو توکو ترلاسه کولو له پاره کتارونه جوړ کړي.
نوره زده کړه نه شته
دلته د سولې په وخت کې یو ښوونځی جوړ شوی و. اوس د اوکراین بیرغ یو ځل بیا د ویجاړې شوې ودانۍ پر سر پورته دی. د سبق زده کړه باید نوره په ودانۍ کې ترسره نه شي.
کنډوالې
د سپتمبر په نیمایي کې لیمان ته نږدې د دروبیشیو په کلي کې سخته جګړه پیل شوه. د کلي یو اوسیدونکی له خپل موټرسایکل سره د یوې ویجاړې ودانۍ څخه تیریږي.
د اوکراین ټانکونه - يقيني بريا
د سپتمبر په نیمایي کې، اوکراین د خارکیف سره نږدې یو بریالی برید پیل کړ او د سیمې ډیره برخه یې بیرته ونیوله. د څارونکو په وینا، د اوکراین پوځ په جګړه کې ستراتیژیک ابتکار ترلاسه کړ. د سپتمبر په ۱۴ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سیمې ته سفر وکړ.
ازیوم: د ډونباس لپاره هیڅ اکمالات نشته
ایزیوم د اپریل په لومړیو کې د روسیې لخوا نیول شوی و. د سپتمبر په میاشت کې تر آزادۍ پورې، ښار د ډونباس په محاذ کې روسیې سرتیرو ترينه د اکمالاتو له پاره د یوې مهمې اډې په توګه کار اخيسته. په عکس کې یو څو پوړیزه استوګنځی ښکاري چې د مرميو په واسطه په بشپړه توګه ویجاړ شوی.
بي نومه قبرونه
د اوکرایني چارواکو په وینا، د روسیې تر اشغال وروسته په ایزیوم کې په سلګونو د ناپيژندل شویو مړو قبرونه وموندل شول. د دغو ښخ شویو ځینی پاتې شونو کې د شکنجو نښې ښکاری. ملګرو ملتونو خپل کارکونکو ته دنده سپارلي، چې په ایزوم کې ډله ایز قبر ته ورشي.
لنډ مهاله پل
په جګړه کې زیاتې زیربناوې هم ویجاړې شوې. په ایزوم کې یو پل جوړ شوی ترڅو په موقتي توګه د ویجاړ شوي پل ځای ونیسي.
د ويجاړيو په منځ کې ژوند
د ایزیوم آزاد شوي ښار اوسیدونکي هڅه کوي په سختو شرایطو کې ژوند وکړي: پرته له بریښنا ، ګاز او د څښاک له اوبو. ډیری کورونه او ښاري زیربناوې د توغندیو له امله ډیر زیانمن شوي دي.
د ډوډۍ له پاره فشار
د اوکراین د نورو ښارونو د خلکو په څیر چې د روسیې له ښکيلاک څخه آزاد شوي، د ایزوم اوسیدونکي د رضاکارانو له خوا راوړل شوي خواړه په مننې سره مني.
له پاته شونو څخه استفاده
د ایزیوم ځینې اوسیدونکي د روسیې د پوځ له خوا جوړې شوي سرپناوې له مینځه وړي.دوی د دغو سرپناو له لرګيو څخه د خپلو کورونو د تودولو له پاره استفاده کوي.
ویجاړ شوي روسي ټانکونه
د خیرسون په څير د خارکیف په سیمه کې هم د روسیې زیات ویجاړ شوي پوځي تجهیزات پاتې دي. انځور د خارکیف- ایزیوم پر سړک د اوکرایني ځواکونو له خوا ویجاړ شوي روسي ټانکونه ښيي. خو د روسي پوځیانو اوسنی زیاتوالی د اوکراین پر پوځ یو ځل بیا فشارونه زیاتوي.