ترکیې له ایران سره په سرحد کي ۱۳۳ افغان مهاجر نیولي دي
۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبهد ترکیې داخله وزارت ویلي دي چي ۷۳ افغان مهاجر یې تیره شنبه (د جون میاشتي ۱۷) په شرقي ولایت وان کي او ۶۰ نور یې پرون یکشنبه(د جون میاشتي ۱۸) د ارجیش په منطقه کي نیولي دي.
د مهاجرتونو نوي څپې تر هغه وروسته پيل سوي دي چي په افغانستان کي د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جنګونو شدت موندلی دی. ځيني افغانان غواړي ترکیې ته ولاړ سي او له هغه ځایه بیا غربي اروپا ته ځانونه ورسوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) د تخمیني ارقامو پر اساس د ۲۰۲۱م کال له پيل څخه تر۲۷۰ زره اضافه افغانان د هیواد په داخل کي بې ځایه سوي دي. په دې ډول سره په افغانستان کي د داخلي بې ځایه سوو کسانو مجموعي تعداد ۳،۵ ميلیونو کسانو ته لوړ سوی دی.
تیره میاشت د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنيو چارو وزیرانو په ترکیه کي د «انتالیا د ډیپلوماتیکي مجمع» تر نامه لاندي د امنیت، انرژۍ او مهاجرت په برخه کي د همکارۍ په هکله بحثونه سره وکړل.
د ترکیې د ډيپلوماتیکو منابعو په حواله که څه هم هیواد یې د افغان مهاجرو په مهم هدف باندي تبدیل سوی دی، خو بیا هم د انقرې او تهران ترمنځ د دغه ډول مهاجرتونو په باب خاص تفاهم وجود نه لري، چي که څه هم د دواړو هیوادونو په سرحدونو کي معمولي امنیتي اقدامات موجود دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ارقامو پر اساس ترکیې په نړۍ کي تر ټولو ډیرو مهاجرو ته ځای ورکړی دی. دغه هیواد څلور ميلیونو مهاجرو ته ځای ورکړی چي اکثره یې سوریایان دي. خو په زرونو افغانان هم هلته ورمهاجر سوي دي، چي غواړي له هغه ځایه بیا اروپا ته ولاړ سي.