1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: د اقتصادي بحران څخه د راوتو کوم څرک نه لیدل کیږي

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

د ترکیې جمهور ریس، اردوغان کوښښ کوي چي د اقتصادي بحران سره مبارزه وکړي. هغه د ترکيې د پولي واحد«لیرې» رالویدل متوقف کړل، خو د انفلاسیون یا د پیسو د پاړسوب کچه بیا هم لوړه پاته او خوراکي مواد سخت ګران دي.

https://p.dw.com/p/3pKPW
Türkei I Coronavirus I Istanbul
انځور: DHA

تر دوو کالو لاهم ډیر ترکۍ لیره مخ پر کښته روانه وه. د بیکارۍ سطحه، خصوصأ په هغه ځوانانو کي، چي نوي کارونه غواړي، بې حده لوړه ده. د خوراکي لمړنیو ضروري موادو بیه د سخت تغیر په حال کي ده. داسي، چي د ۲۰۱۸ م کال د مني، یعني د اقتصادي او پولي بحران د شروع کیدو راهیسي عین حالت دی، یعنې د دې هیواد اقتصادي حالت ډیر خراب دی او په اقتصادي او پولي سیاست کي د ترکیې د حکومت حل لارو کومه نتیجه نده ورکړې.

د تیر عیسوي کال په اخره کي د ترکیې جمهور ریس، رجب طیب اردوغان عاجل تصمیم ونیوی او د «اقتصاد د یوې نوې مرحلې اوعصر» زیری یې ورکړ.

ترهغه را وروسته یې ډیر کسان تغیر او تبدیل کړل: لمړی یې د مرکزي بانک رییس، مرات اوزیول او بیا د مالیې وزیر، برات البایرک، چي په عین حال کي د اردوغان زوم هم دی، لیري کړل.

لیره بیرته لوړه سوه

د تیرعیسوي کال په نومبر میاشت کي په پولي سیاست کي شدید اقدامات تر سره سوه. داسي چي ټکت پولي د ۱۰،۲۵ څخه په حیرانونکي ډول سره ۱۵ فیصدو ته لوړه سوه. په ډسمبر کي حتی ۱۷ فیصدو ته لوړه شوه.

یو په اصطلاح ۱۸۰ درجې تغیر: ځکه چي اردوغان اصلأ د کښته ټکت پولۍ طرفداره دی. خو دغه تصمیم پر پولي سیاست باندي مثبت تأثیر وکړ. لیره چي د ډالر په مقابل کي کله په ۸،۵۰ تبادله کیدله، بیرته لوړه او اوس ۷،۰۲ لیرو ته لوړه سوې ده.

Türkei Fotoreportage Wirtschaft
انځور: DW/U. Danisman

انفلاسیون تر ټولو دمخه عوامو ته یوه ضربه

خو د ترکیې د پولي واحد لیرې د ارزښت دغه نسبي پورته کیدل پر عامو خلکو باندي چنداني تأثیر ونکړ او په جیبو کي یې اضافه پيسې ونه لویدلې. دا ځکه چي که څه هم د لیرې ارزښت یوه څه رالوړ سوی دی، خو د انفلاسیون مخ نده نیول سوې. داسي چي په ترکیه کي د انفلاسیون اندازه اوس ۱۴،۹۷ فیصده ته لوړ سوې ده.

دا په دغه هیواد کي د ۲۰۱۹ م کال د اګست راهیسي تر ټولو لوړ انفلاسیون دی. دغه لوړوالی تر ټولو ډیر په خوراکي موادو او زراعتي محصولاتو کي احساسیږي، چي تر ټولو ډیر ګران سوي دي.