1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا ترکیه مهاجر ایغوریان بیرته چین ته سپاري؟

۱۳۹۹ دی ۲۵, پنجشنبه

چین، ایغوریان او ترکیه، دا ټوله څه ارتباط سره لري؟ ایغوریان اصلاً ترکی اقلیت دی چي په چین کي اوسیږي. هغوی هلته په سیستماتیک ډول سره کړول کیږي او اکثرو یې ترکیې ته پناه وړې ده. هغوی ولي بیره لري چي چین ته به یې وسپاري؟

https://p.dw.com/p/3nuZ1
China Uiguren in der Provinz Xinjiang
انځور: AFP/G. Baker

اوس ترکیې ته هم د کرونا واکسینونه رسیدلي دي. خو دا چینایي واکسیونونه دي، چي د دوو اونیو په ځنډ سره ترکیې ته ور رسیدلي دي. په استانبول کي اوسیدونکی، سیت توم ترک دا کومه تصادفي خبره نه بولي. ترک د هغو تقریباً ۵۰۰۰۰ ایغوریانو له جملې څخه دی چي په ترکیه کي اوسیږي او د خپل ولس له پاره سیاسي فعالیت کوي. هغه وايي چي د واکسیونونو دغه ځنډ د اشخاصو د تبادلې او سپارلو په قرارداد پوري اړه لري چي کیدلای سي ایغوریانو ته متوجه وي.

توم ترک وايي: «د ترکیې او چین ترمنځ د ترهګرۍ ضد او اشخاصو د تبادلې او سپارلو تړون وخت او زمان طبعاً تر ډیر شک لاندي دی. چین داسي محاسبه کړې وه، ترڅو قرارداد په داسي یو وخت کي وکړي چي ترکیې ته باید د کرونا واکسیونونه رسیدلي وای. نو ایا چین له واکسين څخه پر ترکيې باندي په فشار راوړلو کي استفاده کوي؟»

سیت توم ترک یوازنی ایغور نه دی چي له دې موضوع څخه اندېښنه لري. له خطر سره مخامخ ولسونو سازمان هم خبرداری ورکوي چي کیدلای سي، په ترکیه کي مهاجر ایغوریان چین ته وسپارل سي. البته په هغه صورت کي که چین د ترکیې څخه هم وغواړي دغه قرارداد تصویب کړي. دغه قرارداد اصلاً دواړو هیوادونو په ۲۰۱۷م کال امضا کړی ؤ، خو په ترکیه کي لا نافذ سوی نه دی.

دغه غیر دولتي سازمان تشویش لري چي ترکیه به په دې موضوع کي په هیواد کي یې د اقتصادي بحران په سبب چین ته تسلیم سي. سیت توم ترک ته هم دا معلومه سوې ده چي ترکیه د غربي نړۍ څخه لیري کیږي او ځان روسیې او چین ته نژدې کوي. په همدې دلیل اوس هلته سخته ده چي پر چین باندي انتقاد وسي.

پرچین باندي له دې کبله چي د ایغوریانو له پاره یې د په اصطلاح دوباره تربیې په خاطر کمپونه جوړ کړي دی، په بین المللي سطح ډیر انتقادونه کیږي. خو چین بیا هغه تر ښو شرایطو لاندي تربیوي لیلیې بولي او وايي چي هلته د نورو تر څنګ پخپله چینیایان هم زده کړي کوي.

ایغورۍ، ګلبهار جیلیل د خپلو نورو ۲۰۰۰۰ ایغوریانو په ډول اوس په استانبول کي اوسیږي. دا چي د چین په یوه کمپ کي اوسیدله، وايي د هغه اوسیدونکي هره اوونی مجبوره کیدله تر څو ولیکي چي هغوی د چین له حکومت څخه منندوی دي او ښه ډوډی ورته رسیږي. خو په حقیقت کي دوی په بویناکو کوټو کي اوسیدله چي د کمرو په واسطه تر کنټرول لاندي وه، بخارۍ یې نه درلودې او همیشه وږي ول.

په ۲۰۰۹م کال کي لا د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د دغه خراب حالت له کبله د ایغوریانو د نسل د ختمیدو خبره کړې وه او د هغوی د حقوقو له پاره یې مبارزه شروع کړه. تر دې حده چي ګلبهار جیلیل د اردوغان سره مستقیم ارتباط ونيو.

سیت توم ترک چي بیا په ترکیه کي رالوی سوی او چین یې هیڅ لیدلی نه دی، په ترکیه کي د ایغوریانو د حالت څخه هم تشویش لري. دی وايي: «په ترکیه کي له دوو کلونو راهیسي داسي کړۍ موجودي دي چي د چین شرقي ترکستان(د ایغوریانو د اوسیدو سیمه) د ترکیې او چین تر منځ توره پیشي بولي. زه ګومان کوم چي جمهوررئیس اردوغان ته د غلطو معلوماتو په ورکولو سره هغه ته بازي ورکول کیږي، تر څو زموږ په باره کي ورته غلط تصور پیدا سي.»

د سیت توم ترک په خبره ایغور مهاجر نور په ترکیه کي هم په امن کي نه دي. داسي ښکاري چي د چین د استخباراتي سازمان لاسونه ترکیې ته هم ور اوږده سوي وي. له خطر سره مخامخ ولسونو سازمان خبر ورکوي چي د ۲۰۲۰م کال په نوامبر میاشت کي په استانبول کي یو ایغوری قتل سو.

خو پردې سربیره، سیت توم ترک ډاډه دی چي انقره به چين ته د اشخاصو د تبادلې او ورسپارلو تړون امضا نه کړي. په تیرو درو کلونو کي حداقل ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ ایغوریانو له ترکیې څخه اروپايي ټولني ته پناه وړې ده.