سرچينې: ترکیه او قطر د کابل هوايي دګر پر سر توافق ته رسيدلي
۱۴۰۰ بهمن ۱, جمعهد کابل هوايي ډګر په وچه کې د ګير هيواد افغانستان له پاره له نړۍ سره د هوا له لاري د اړيکو تر ټولو مهم تړونی دی. په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، ترکیې ویلي ول چې له قطر هيواد سره به په ګډه د دې هوایي ډګر د مديريت چارې يوازې په هغه صورت کې پر غاړه واخلي چې امنيتي غوښتنې یې ومنل شي.
رويترز خبري آژانس تر دې مخکي رپوت ورکړی وو چې متحده عربي اماراتو هم د کابل هوايي ډګر د چارو پرمخ وړولو له پاره له طالبانو سره خبرې اترې کړي دي.
ديپلوماتيکو سرچينو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې ترکیې او قطر د هوايي ډګر د ماموريت پر امنیتي چوکاټ توافق کړی دی، خو زياته کړې یې ده چې پر نورو اړخونو لکه د مالي تمويل په اړه خبرې اترې دوام لري.
يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط وويل: «داسې انتظار کیږي چې طالبان دباندې امنيت [له هوايي ډګر دباندې] پر غاړه واخلي او هغه څوک چې د هوايي ډګر د مديريت مسئوليت لري هغه به د داخل امنيت تامنيوي.» دې سرچينې زياته کړې: «دا پروسه په رغنده توګه پر مخ روانه ده.»
دې سرچينو زياته کړې ده چې د ترکیې پلاوی او د قطر چارواکي روانه اوونۍ هم په کابل کې په دې اړه خبرې کوي.
درې هیوادونه غواړي د کابل د هوايي ډګر مدیریت پر غاړه واخلي
د قطر دولتي خبري آژانس ويلي دي چې طالبان به په راتلونکې اوونۍ کې په دوحه کې له قطري او ترکي چارواکو سره د هوايي ډګر د عملياتو او مديريت په اړه مذاکرات بشپړ کړي.
دې خبري آژانس زياته کړې ده چې د قطر او ترکیې پلاوي په دې اوونۍ کې د کابل د هوايي ډګر د کنترول په اړه دوه ورځني مذاکرات ترسره کړي دي.
د کابل په هوايي ډګر کې د قطر نقش د دې زمينه برابره کړې وه چې له سپتمبر مياشتې راهيسې د کابل او دوحې ترمنځ پروازونه روان وي او په دې توګه د نړۍ هيوادونو وکولای شول له افغانستان سره هوايي تماس ولري او همد راز د طالبانو سره ليدنې کتنې ترسره کړي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امريکا متحده ایالاتو، کاناډا، بريتانيا او يو شمير نورو هيوادونو خپلې ديپلوماتيکي استازولۍ له کابل څخه دوحه ته انتقال کړې وې.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)