پولنډ د ناټو لومړی متحد دی چې له ترکیې څخه ډرون پيري
۱۴۰۰ خرداد ۲, یکشنبهد پولنډ د دفاع وزیر ماریوش پولاشچاک له سیمه ایزې راډیو سره په مرکه کې له ترکیې څخه د وسله لرونکو بی پيلوټه الوتکو (ډرون) خریداري تائید کړې ده. د جزوئیاتو مطابق دغه اروپایي هیواد له ترکې څخه د TB2 ډول ۲۴ بی پيلوټه الوتکې پيري.
دغه بی پيلوټه الوتکې پر «ټانک ضد توغندیو» سبمال دي. د ډرون ترڅنګ به ترکیه پولنډي ځواکونو ته د دغو ډرونونو د استعمالولو په برخه کې روزنه ورکوي. د دغو بی پیلوټه الوتکو لومړۍ محموله به په ۲۰۲۲م کال کې پولنډ ته واستول شي.
د نګورنو کاراباغ په شخړه کې اذربایجان له ترکیې څخه د ترلاسه کړو ډرونونو په کارونې سره د آرمنستان پر وړاندې مهمه بریا ترلاسه کړې وه.
د پولنډ ولسمشر آنجي ډوډا د دوشنبې په ورځ ترکیې ته سفر کوي او ممکن د همدې سفر په ترځ کې د ډرون الوتکو د خریدارۍ تړون هم لاسلیک شي.
پولنډ په عام ډول پوځي تجهیزات له امریکا څخه پيري. تیر کال دغه هیواد له امریکا څخه د ۴،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات خریداري کړي وه.
د ترکیې جوړ بی پیلوټه الوتکې اغیزمنې دي
اوسمهال د ترکیې، قطر، اوکراین او اذربایجان پوځ د ترکي کمپنۍ «بایکار» له خوا له جوړو شويو TB2 ډرونونو څخه استفاده کوي.
دغه ډرونونه د ۲۷ زره فوټه په لوړوالي کې د ۲۴ ساعتونو پورې پرواز کولی شي او همدارنګه تر ۱۵۰ کیلوګرامه د زیات وزن پورته کولو یا لیږدولو توان لري.
د نوي ټکنالوجۍ پر مټ له دې ډرونونو څخه د ورځې په رڼا او د شپې په تیاره کې په اغیزمنه توګه ګټه اخیستل کیدلی شي. همدارنګه له دې بی پیلوټه الوتکو څخه د بریدونو سربیره د څارنې او نظارت له پاره هم استفاده کیدلی شي.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن