1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه اپريل کې د افغانستان د غونډې کوربتوب کوي

۱۳۹۹ اسفند ۲۲, جمعه

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي پلان لري په اپريل مياشت کي د افغانستان د سولي د خبرو اترو کوربتوب وکړي. هغه ويلي دي چي دوی د افغانستان له پاره ځانگړی استازی هم ټاکي.

https://p.dw.com/p/3qWon
Katar | Doha | Gespräche zu Friedensprozess in Syrien | Cavusoglu
انځور: Russian Foreign Ministry/dpa/picture alliance

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د جمعې په ورځ په داسې حال کې دا څرگندوني کوي چې امريکا متحده ايالاتو له افغان چارواکو، د طالبانو له مشرانو او نورو سره د سولې د يوه پلان مسوده شريکه کړې ده چې پکې يې د اوسني حکومت پر ځای د يوه موقتي شراکتي حکومت وړانديز کړی چې تر يوه نوي اساسي قانون لاندي به انتخابات هم تر سره کيږي.
چاوش اوغلو ويلي دي چې ترکيه د سولې پروسې له پيله څخه په دغه بهير کې ښکېله وه. د هغه په خبره امريکا متحده ايالاتو د ترکيې حکومت ته وړانديز کړی چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ د سولې د يوه تړون د نهايي کولو د مراسمو کوربتوب وکړي.
هغه زياته کړه: «موږ يو له لږ شمېر هغو هېوادونو څخه يو چې د لاسليک دغو مراسمو ته بلل شوي يوو، او موږ په افغانستان کې له تر ټولو مهمو لوبغاړو څخه يوو.»
د چاوش اوغلو په خبره ترکيه د مذاکراتو په دواړو لورو کې له اعتماد څخه برخمنه ده: «هم طالبانو او هم د مذاکراتو پلاوي، يعنې د حکومت غاړې، زموږ څخه ترمخه هيله کړې وه چې د دغسې يوې غونډې کوربتوب وکړو.»
د چاوش اوغلو په خبره دغه غونډه به د قطر پروسې ته بديل نه وي، بلکې له هغه بهير څخه د ملاتړ په موخه تر سره کيږي.
روسيه هم غواړي چې د روانې مياشتې په ترڅ کې د افغانستان يو کنفرانس راوبولي. دغه خبره د تاس خبري اژانس د سه شنبې په ورځ کړې ده.

Türkei Afghanistan Pakistan Istanbul Konferenz Gül Karzai Zardari
ترکيې پخوا هم د افغانستان د غونډو کوربتوب کړی دی انځور: dapd