استانبول: د خبرو میزته د طالبانو د بیرته ورتګ غوښتنه
۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبهترکیه پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۲۳ مه) د افغانستان ، پاکستان او ترکیې د یوه درې اړخیزي غونډي کوربه ؤ. دغه غونډه په استانبول کي د سرنوشت ټاکونکي کنفرانس دقیقأ یوه ورځ دمخه جوړه سوه، کومه چي په هغه کي د طالبانو د نه ګډون په دلیل د څووم وار دپاره وځنډیدله.
د پرون ورځي په درې اړخیزه غونده کي د ترکیې، پاکستان او افغانستان خارجه وزیرانو د سولي د خبرو میزته د طالبانو د بیرته ورتګ غوښتنه کړې ده.
حنیف اتمر په کرونا اخته سوی
د افغانستان خارجه وزیر، حنیف اتمر په خپل تویتر کي لیکلي؛ د هغه ځایه چي دی په کرونا اخته سوی، په دغه غونډه کي په انلایني ډول سره شرکت کوي.
د افغانستان خارجه وزیر د دغي غونډي په افتتاحیه وینا کي د سولي د تقویې او دغي درې هراړخیزي غونډي د دایریدو په لار کي د ترکیې د زحمتونو قدرداني وکړه.
اتمر ټینګار وکړ، چي د افغانستان حکومت د طالبانو سره سولي ته د رسیدو په لار کي خپلي ټولي وعدې پوره کړي دي، د هغې جملې څخه یې د طالبانو ۶۰۰۰ بندیان ورخلاص کړي دی.
د افغانستان د خارجه وزارت په يوه اعلامیه کي راغلي دي، خارجه وزیر په دغه غونډه کي ویلي، چي« افغانستان د سولي د حکومت د رامنځته کیدو او ژرترژره انتخاباتو د دایریدو له لاري په قدرت کي د طالبانو د شراکت دپاره کامله امادګي لري.»
پاکستان دي همکاري وکړي
د ترکیې خارجه وزیر، چاووش اوغلو په دغه غونډه کي سیاسي حل د افغانستان د جنګ د ختمیدو یوازنی لار وبلله او د سولي په لار کي یې د پاکستان او افغانستان پر همکارۍ ټینګار وکړ. چاووش اوغلو همدارنګه وویل، چي کوښښ کوي، په ترکیه کي د سولي د مذاکراتو تر شروع کیدو دمخه د دغو درو هیوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو سرمشریزه جوړه کړي.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د استانبول په کنفرانس کي د طالبانو نه علاقه مندۍ ته په اشارې سره وویل، چي معتقده دی، دغه ځنډ مؤقتي دی. هغه امیدواري ښکاره کړه، چي تر کوچني اختر وروسته به په ترکیه کي د سولي مذاکرات دایر او ذیدخل اړخونه به هراړخیزي سولي ته د رسیدو پخاطر بیرته د خبرو میز ته راوګرزي.
د دغي درې اړخیزي غونډي په اخره کي په یوه ګډه اعلامیه کي خارجه وزیرانو په افغانستان کي د تشدد ډیریدل وغندل او د سولي د مذاکراتو د کامیابه کیدو او یوې مناسبي فضأ د رامنځته کیدو پخاطر يې د دایمي، جامع اوعاجل اوربند غوښتنه وکړه.