د استانبول کنفرانس د اپریل تر ۲۴ وځنډېد
۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سهشنبهاعلان
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلې دې چې په کنفرانس کي دواړه اړخونه طالبان او افغان حکومت گډون کوي. په پام کې وو چې دغه کنفرانس د اپريل پر شپاړسمه ترسره شي. تيره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد نعيم، ويلي ول چې دوی د اپريل پر ۱۶مه نیټه د استانبول په کنفرانس کې ګډون نه شي کولی.
د دغه کنفرانس له پاره د افغانستان د مصالحې عالي شورا هم د مخه خپله طرحه جوړه کړې ده چې په پام کې ده د دغه شورا په غونډه کې تصویب شي. خو د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، د سه شنبې په ورځ د دغې طرحې په اړه وویل چې دغه طرحه «ډيرې زیاتې» ستونزې لري او د افغانستان حکومت طرحې ته په کې «توهین» شوی دی.