ترکیې هغه کښتۍ راګرځولې چې تر ۲۰۰ زيات افغان مهاجر پکښې ول
۱۴۰۰ مرداد ۶, چهارشنبهاعلان
د ترکیې ساحلي ساتونکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۲۸) خبر ورکړ چي ښايي په دغه کښتۍ کي سپاره کسان ایټالیا ته پر لاره ول. د دغو کسانو شمیر ۲۳۱ ته رسیده چي زیاتره یې له افغانستان څخه او ډیر لږ کسان له سوریې، ایران، ایریتیریا او پاکستان څخه ول.
د چارواکو په حواله دوه هغه ترکي اتباع هم نیول سوي چي نوموړې کښتۍ یې چلوله. نیول سوي مهاجر د ترکیې لویدیځ ښار ایواجیک ته انتقال سوي دي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته راتلونکی حالت نامعلوم ښکاري. په دغه هیواد کي د طالبانو پرمختګ د مهاجرو نوې څپه رامنځته کړې. همدارنګه په ترکیه کي هم د افغان مهاجرو شمیر مخ پر زیاتیدو دی.
GP/NZ/AG