د عثماني سلطنت یادګار؛ په ترکيه کې د ګرینډ تاریخي بازار
د ترکیې په استانبول ښار کې د ګرینډ بازار د نړۍ یو له تاریخي بازارونو څخه شمیرل کیږي. د دغه بازار د بنسټ ډبره په ۱۴۵۵م کال کې د عثماني خلافت پر مهال ایښودل شوې ده. دغه بازار ۶۱ کوڅې او په سلګونو دوکانونه لري.
۶۱ کوڅې او ۳۰۰۰ دوکانونه یا هټۍ
تر ۳۰۰۰ ډېر د مختلفو توکو او شیانو د خریدارۍ دوکانونه د دغه لرغوني مزکز یوه ځانګړنه ده، چې په اصطلاح تر یوه چت لاندې نږدې د پير او پلور هر ډول توکي موجود دي.
له پېړیو راهیسې روان بازار
دلته د څرمنې او وريښمو د لباسونو ترڅنګ، موچیان، سرافان، د غالیو اوبدونکي او نورو زینتي لوښو او ظرفونو دوکانونه د دغه بازار پر تاریخي اهمیت دلالت کوي.
د زلزلو زیان
د ګرینډ بازار ځينې برخې د زلزلو له امله د ویجاړیدو له خطر سره مخامخ دي. په شپاړسمه عیسوي پيړۍ کې رامنځته شوې زلزلې دغه بازار په ډېر بد ډول اغیزمن کړی دی. خو منتظمینو هغه تر ډېره پر خپل اصلي شکل ساتلی دی.
هره ورځ ۳۰۰ زره پیرودونکي
د یوه اټکل له مخې هره ورځ له دوه نیم لکو تر ۳۰۰ زرو پورې مشتریان د ګرینډ بازار ته مخه کوي. په دې کې د سیمه ایزو خلکو سربیره بهرني سیلانیان هم شامل دي.
فانوس او څراغونه
په ښایسته او رنګینو نقاشیو سینګار شوي فانوسونه او څراغونه د دې تاریخي بازار ښلا لا پسې زیاتوي.
ترکي سوغاتونه
په بازار کې اکثره خریداران د تحفو او سوغاتونو د رانیولو له پاره هلته ورځي. په دې کې د مختلفو ډولونو میټایان، شیریني او مصاله جات شامل دي.
د اوبو نلونه
د پېړیو پخواني دغه بازار د یادونې وړ خبره دلته د مشتریانو له پاره برابر شوي آسانتیاوې دي. په دې کې تر ټولو ډېر د څښلو د اوبو لګول شوي نلونه دي چې نن هم دغه بازار ته ورتلونکي کسان ترېنه خپله تنده ماتوي.
۲۱ دروازې
بازار ته د ننوتلو او بیرته ترینه وتلو له پاره مختلفو خواو ته ۲۱ دروازې جوړې شوي دي او هرې دروازې ته مختلف نومونه ورکړل شوي.
د ښځو دستکول
په دې بازار کې د ښځو د لاسي بکسونو یا دستکولو کمی هم نه احساسیږي. دلته له اصلي څرمنې او مصنوعي لیدر څخه په سیمه ایزو ډیزانونو کې جوړ شوي بکسونه هم موجود دي.
د سرو زرو ګاڼۍ هم
د سرو او سپينو زرو او قیمتي کاڼو علاقمندان د خپل ذوق مطابق ګاڼۍ او زیورات هم په دې بازار کې پيدا کولی شي.
خوش اخلاقه دوکانداران
د دې بازار یوه بله ځانګړنه دا ده چې اکثره دوکانداران له پیرودونکو سره په مختلفو ژبو خبرې کوي. په دغه بازار کې دوکانداران چې په څیرو یې خندا له ورایه معلومیږي له خپلو مشتریانو سره په انګلیسي، عربي، آلماني، اردو او هندي ژبو خبرې کوي.
ګرم شالونه
د سیمه ایزو هنرمندانو له خوا جوړ شوي ګرم شالونه دې بازار ته ورتلونکي کسان ځانته را جلبوي.
له دوکاندان سره چنې هم وهل کیږي
ګرینډ بازار ته ورتلونکي مشتریان له دوکاندارانو سره په اصطلاح د خریدارۍ پر مهال چنې وهي او د قیمتونو د را ټیټولو هڅه کوي او اکثره په دې کار بریالي کیږي هم.
د ښکلا یا زینتي شیان
د ترکیې په مختلفو برخو کې جوړ شوي دغه زینتي شیان په دومره مهارت سره په دوکان کې ایښودل شوي وي چې ترڅنګ د تیریدونکي کس سترګې ورته هرمرو مرو ور اوړي.
د شیشي دوکانونه
په ګریند بازار کې د ترکي او عربي ځوانانو د علاقې وړ د شیشې یا کریستال دوکانونه هم موجود دي چیرې چې د مختلفو رنګونو شیشه او په هغو کې استعمالیدونکي د مختلفو ذایقو تمباکو ترلاسه کیږي.