په ترکيه کي د مهاجرو تر ډوبیدو وروسته د محکمې پيل
۱۳۹۹ اسفند ۲۱, پنجشنبهد ترکیې په ختیځ کي په مهاجرو ډکو کښتۍ تر ډوبیدو څه ناڅه اته میاشتي وروسته، د انساني قاچاق وړونکو دغو شکمنو تنظیم کوونکو په اړه محکمه پیل سوې ده. د کازیتا دووار په نامه آنلایني پورتال د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چي په فان ښار کي به ۱۲ نارینه د نورو تر څنګ د مهاجرو د قاچاق او د غفلت له امله د هغوی د وژل کیدو په تور محکمې ته حاضر کړل سي.
تورنو کسانو په خپلو لومړنیو خبرو کي دغه تورونه رد کړي دي. د هغوی په خبره، دوی فکر کاوه چي په کښتۍ کي ناست کسان سیلانیان دي. نوموړي کسان اوس د ۳۶ نیم کاله بند له ګواښ سره مخامخ دي.
له هغو څخه اوه تنه په نظارت خانه کي ناست دي.
دغه کښتۍ د ۲۰۲۰م کال په جون کي د فان په سمندر کي ډوبه سوه. د ۶۱ کسانو مړي له اوبو څخه راوایستل سول چي دوه یې کوچنیان ول.
د ایفرینسل په نامه ترکۍ ورځپاڼي په حواله ډوب سوي مهاجر له افغانستان، پاکستان او ایران څخه ول.
GP/NZ/AG