جرمني: د تحصیلي اقامت څخه ډیرو افغانانو ګټه اخیستې ده
۱۴۰۰ مرداد ۲, شنبهتر دوو کلونو وروسته اوس معلومه سوې ده، چي فقط څو زرو کسانو د دغه چانس څخه استفاده کړې ده. ترټولو دمخه بیا افغانانو د دغه چانس څخه ګټه اخیستې ده، ترڅو تر ردیدو وروسته یې د مسلکي زده کړو د لاري په جرمني کي د پاته کیدو امکانات برابر سي.
خو د دې چانس څخه ډیرو کسانو استفاده نده کړې. د جرمني د داخله وزارت په حواله د همدې ۲۰۲۱ م کال د می میاشتي تر اخره پوري فقط ۸۰۰۱ ردسوو مهاجرو د هغه څخه استفاده کړې ده، چي تر ۲۰۰۰ اضافه یې یوازي افغانان وه.
په دوهمه درجه کي ګامبیا او عراق هر یوه ۵۰۰ تنو د مسلکي زده کړو د اقامت ویزې «دولدونګ» اخیستي دي. بیا ایران (۴۰۰ تنو)، ارمنستان، البانیا، نایجریا او پاکستان هر یو په ۳۰۰ تنو سره د مسلکي زده کړو د دولدونګ ویزې اخیستي دي.
دا هم پداسي حال کي ده، چي په جرمني کي په اوس وخت کي افغانان تر سوریانو وروسته په دوهمه درجه کي ډیر پناه غوښتونکي لري. یوازي د همدې کال د می او جون په هره میاشت کي ۱۵۰۰ افغانانو د پناه درخواست ورکړی دی. خو بیا یې د سوریایانو په تناسب د پناه غوښتني د قبولۍ برخه لږ ده.
د جرمني د پناه غوښتني د قانون مطابق هر څوک چي په دغه هیواد کي د «دولدونګ» اقامت یوه ویزه لري، که څه هم په وتلو باندي مکلف دی، خو په اوس وخت کي نه اخراجیږي.
د مثال په ډول هیواد ته یې د سفر کولو او تګ مستقیم امکانات موجود نه وي، د مریضۍ او یا هم فامیلي دلایل ولري. په ۲۰۱۵ م کال کي بیا د مسلکي زده کړي او تحصیل د اقامت ویزه د اول وار د پاره د شخصي عاجل دلیل په حیث قبوله او رامنځته سوه.
د ۲۰۲۰ م کال په سر کي دغه ډول اقامت د پناه غوښتني د قانون څخه جلا او د یوه بل قانون په چوګاټ کي تنظیم او د مشخصي اسیستانتۍ او مرسته کونکو زده کړي ته ور پراخ سو. خو شرط دا دی، چي دغه مرسته کونکي باید تر هغه وروسته ښې مسلکي زده کړي وکړي.
د مسلکي زده کړو د دولدونګ ویزې څخه اساساً هغه رد سوي پناه غوښتونکي مستثنی دي، چي هویت یې معلوم نه وي. د په اصطلاح ډاډمنو هیوادونو زغمول سوي پناه غوښتونکو ته هم اساساً د کار اجازه نه ورکول کیږي او نه هم د مسلکي زده کړو د دولدونګ ویزه. په جرمني کي البانیا ته مثلأ د یوه ډاډمن هیواد په سترګه کتل کیږي.