طالبانو په کندهار کې يوه ښځه په دورو وهلې
۱۴۰۳ مرداد ۱۹, جمعهد طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۸مه) ناوخته د ېوې خبرپاڼې په خپرولو وویل چې په کندهار ولایت کې دغې ښځې ته له «کوره د تېښتې په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.»
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه ښځه په «دوه کاله او شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا» هم محکومه شوې ده.
طالبانو د تېرو دوو ورځو په جریان کې د ېوې ښځې په ګډون څلور تنه په کابل او میدان وردکو ولایتونو کې هم په عام محضر کې مجازات کړي دي. د طالبانو یادې محکمې ويلي دي چې دغه څلور کسان د غلا او نامشروع اړيکو په تور په دورو وهل شوي دي.
طالبانو په تېرو درو کلونو کې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي، په مختلفو ولایتونو کې د خپل مشر ملا هبت الله آخوندزاده د «شرعي حدودو او قصاص» اوامر عملي کړي دي. طالبانو په دې لړ کې افراد د غلا، له کوره تېښتې، شراب څښکلو او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي. په دې درو کلونو کې د پنځو تنو د قصاص قضیه رسنيزه شوې ده.
که څه هم بشري سازمانونو په کراتو په افغانستان کې د دا ډول مجازاتو له اجرا اندېښنې ښودلي او د بشري حقونو د نقض د پای غوښتونکي شوي، خو طالبانو تر اوسه د هغوی نیوکو ته چندان توجه نه ده کړې.
Se/mks/aa
له آرشیف څخه: