1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټسلا کمپنۍ د برقي موټرو پلور ریکارډ کچې ته لوړ شوی

۱۴۰۰ دی ۱۴, سه‌شنبه

د ټسلا په نوم د موټر جوړونې امریکایي کمپنۍ په ۲۰۲۱م کال کې تر خپلو مشتریانو نږدې یو میلیون موټره رسولي دي. دا شمیر تر دې د یوه کال مخکې په پرتله نږدې دوه برابره زیات دی.

https://p.dw.com/p/456WK
Tesla Roadster 2.0
انځور: Dylan Stewart/Image of Sport/ Newscom/picture alliance

د دغه اليکتریک یا برقي موټر جوړونې کمپنۍ له خوا په خپره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې ټسلا په ۲۰۲۱م کال کې د خپلو ټولو ماډلونو ۹۳۶۰۰۰ نوي موټرې پیرونکو ته وړاندې کړي دي. دا شمیر د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۸۷ سلنه زیات دی.

له ټاکل شوي هدف ډیر بریالیتوب

ټسلا تیر کال په جنورۍ کې اعلان کړی وو چې هدف یي دا دی چې هر کال به د خپلو موټرو په پلور کې ۵۰ سلنه زیاتوالی رامنځته کوي. په دې ترتیب سره تیر کال ترلاسه شوې پایلې له ټاکل شوي کلني هدف څخه څو واره زیات دی.

ټسلا په دې وروستیو کې خپل مرکزي دفتر له کالیفورنیا څخه د ټکساس آستن ته انتقال کړی دی. دغې کمپنۍ د ۳ او Y ماډل نږدې ۹۰۰ زره او د S او X لګژري ماډلونو ۲۵ زره موټرې خرڅې کړي دي.

ټسلا یوازې د تیر کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳۰۸۶۰۰ موټرې پلورلې وې.

Tesla CEO Elon Musk
ایلون مسک د ټسلا شرکت مشرانځور: Hannibal Hanschke/AP/picture alliance

د دې کمپنۍ یو له مسئولینو څخه دانیل آئیوز، وايي چې په نړیواله کچه د چپونو د کمښت سربیره ټسلا په حیرانوونکي ډول تولید درلود.

د هغه په خبره د ټسلا په تولید کې د زیاتوالي عمده دلیل په چین کې د پیرودونکو د تقاضا زیاتیدل او همدارنګه په عمومي کچه له الیکټرک موټرو سره د دلچسپۍ زیاتوالی دی.

ټسلا په اکتوبر میاشت کې یوه بله بریا هغه وخت ترلاسه کړه، کله چې د هیرټز په نامه د کرایي موټرو کمپنۍ ورته د ۱۰۰ زرو الکټرک موټرو فرمایش ورکړ. د ټسلا په حواله د دې فرمایش لیږد به سږکال بشپړ شي.

له ټسلا تحقیقات کیږي

د ټسلا له پاره هر څه دومره ښه هم نه دي. دغه شرکت د موټرو تنظیمونکي ادارې NHTSA له خوا تر تحقیق لاندې دی. نوموړې نظارتي مرجع په دغو موټرو کې د نصب شوي اټو پایلټ سیستم د امنیت د بررسۍ په حال کې ده.

دې کمپنۍ تر دولتي امنیتي تحقیقاتو وروسته د خپل سافټ ویئر د آپ ډیټ یا نوي کولو ته امادګي ښودلې ده، یعنې تر څو چې دغه موټر د حرکت په حال کې وي، تر هغې پورې یې چلوونکی ونه شي کولی د دغه موټر پر سیستم د ويډیوګیمز لوبه وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص