د افغان محصلینو او کارپوهانو له پاره د آلمان مرستي
۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبهواک ته د طالبانو تر رسيدو کابو درې نيمې میاشتې وروسته، د کابل پوهنتون صحنه او فضا تیاره سوې: دولتي پوهنتونونه تړل سوي، له میاشتو راهیسي کارکوونکو معاشونه نه دي ترلاسه کړي، په خصوصي پوهنتونونو کي ښځینه محصلیني له نارینه محصلینو څخه جلا کړل سوي او د اکاډیمیکو کسانو او په خاص ډول ښځو او نجونو له پاره راتلونکی ډیر مایوسه کوونکی بریښي.
د شخړه ایزو چارو پلټونکی او د «افغانستان د کاري ډلي» (AGA) د مدیره هیئت غړي، کونراد شتر له دویچه ویلي سره په مرکه کي وویل چي دغه وضعیت ته په کتو سره، هغه افغان کارپوهان چی په دې توانیدلي افغانستان پریږدي، په دې لټه کي دي چي له لویدیځ سره اړیکي ټینگي کړي. د افغانستان کاري ډله، د هغو کارپوهانو او نورو پروفیسرانو یو انجمن دی چي له ۱۹۶۶ کال راهیسي د افغانستان په هکله د علمي معلوماتو په تبادلې بوخت دی.
کونراد شتر وایی چي هغه داسي ډیر افغانان پیژني چي د پوهنتون په څانگو کي یې کار کاوه او مخکی یې هیواد پرې ایښی دی، اوس یې په آلمان او امریکا متحده ایالاتو کي د پناه غوښتنه کړې ده. د هغه په خبره « موږ همدا اوس له افغانستانه په تیره بیا لویدیځ خوا ته په اصطلاح د »مغزو« د فرار شاهدان یو.»
افغان کارپوهانو ته د آلمان له علمي سازمانونو څخه د مرستي غوښتنه، له هغو دوو مهمو علمي سازمانونو خوا سوې چي په نړیواله کچه، د بورسونو په ورکولو سره د علمي تبادلې په برخه کي فعال دي. ددغو بڼسټونو له جملې څخه یو ېې د (DAAD) په نامه د آلمان د اکاډيمک تبادلې خدماتي بڼسټ دی چي د دوکتورا د محصلینو په برخه کي فعالیت کوي او بل یې د الکساندر فون هومبولت (AvH) په نامه بڼسټ دی چي د پروفیسرانو د علمي درجې مسوولیت یې پر غاړه دی.
د بورسونو د څانگي مدیر، کریستیان هولسهورستر له دویچه ویلي سره په مرکه کي وایی: »موږ تیر کال په مجموعي ډول ۵۰ بورسونه، د هیلده دومین (Hilde-Domin-Programm) د پروگرام په چوکاټ کي وړاندي کړل چی له هغو څخه یې ځیني افغان نجونو او هلکانو ته ورکول سوي دي.« هغه زیاتوي چي موږ په دا وروستیو کي د آلمان د خارجه وزارت سره هم د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کي یوه تفاهم ته رسیدلي یو.
نوموړي زياتته کړه چې په دې ډول موږ کولای سو په ډیر احتمال سره یو وار بیا نور ۲۵ تر ۳۰ بورسونه په خاص ډول نوموړي ډلې ته توضیع کړو. د هیلده دومین پروګرام (Hilde-Domin-Programm) د آلمان د اکاډيمکې تبادلې په خدماتي بڼسټ« پوري اړه لري چي شاوخوا یو کال مخکی رامنځته سوی دی. په پام کي ده چي دغه پروگرام د نړۍ په کچه، له گواښ سره مخامخ هغو محصلینو او په خاص ډول دوکتورا محصلینو څخه ملاتړ وکړي تر څو په آلمان کي خپل تحصیلات له سره پیل او یا هم هغه ته ادامه ورکړي چي په خپل هیواد کي رسماً او یا هم عملاً د زده کړو له حق څخه محروم دي.
د پروفیسرۍ د درجې په سطحه کي بیا ورته هدف د (Philipp Schwartz-Initiative) فیلیپ شوارڅ په نامه نوښت تعقیبوي چي په ۲۰۱۵ م کال کي د آلمان د خارجه وزارت په همکارۍ د الکساندر فون هومبولټ بڼسټ له خوا رامنځته سوی. د دغه نوښت د برنامې مسئول فرانک البرشت ویلي چي د افغان نارینه وو او ښحو ستونزه ډیره لویه ده: »موږ هره ورځ د مرستي غوښتني ترلاسه کوو او همدارنگه له هغو کسانو څخه چي هیڅ ډول اړیکه له علم سره نه لري.... خو موږ یوازي کولای سو د علم په برخه کی مرسته وکړو.«
هغه زیاتوي چي په افغانستان کي د بحران وسعت ته په کتو سره، اوس باید د نوو لارو او امکاناتو په لټه کي سو. فرانک البرشت هلیه مند دی چي پس له یو څو میاشتو به په دې برخه کي لومړنی ملاتړ پیل سي. » د آلمان د اکادمیکي تبادلې خدماتي بڼسټ« د افغانانو د ملاتړ له پاره د عالي تحصیلاتو په برخه کي چی اوس یې شمیر ۶۰ کسانو ته رسیږي، له ورته امکاناتو څخه گټه اخلي.
د نوموړي بڼسټ د بورسونو د څانگي مدیر، کریستیان هولسهورستر څرگنده کړه چي: ددغه ډول ملاتړ هدف تر ټولو د مخه له افغانستان څخه هغه کسان دي چي له مخي لا په آلمان کي ژوند کوي او په خپل ټاټوبي کي یې له والدینو سره اړیکي قطع سوې چې له هغو څخه یې مالي ملاتړ ترلاسه کاوه.
همدارنگه د دغه ډول ملاتړ مستحق هغه کسان دي چي مخکی یې دلته تحصیل کړی خو د اوسني وضعیت له امله نه سي کولای خپل ټاټوبي ته ستانه سي. کونراد شتر انتظار لري چي په اوږدمهال ډول به په افغانستان کي وضعیت ښه تره نه سي.
په همدې دلیل د هغه په نظر لږ امید موجود دی چي طالبان له علم څخه غربي فهم ته تشویق سي. کریستیان هولسهورستر وايي چي هغوی د «آلمان د اکاديمکې تبادلې په خدماتي بڼسټ« کي ورته نظر لري او زیاتوي: »له همدې کبله به موږ په راتلونکي کال کي له دغي پوښتني سره مخامخ سو چي د هغو کسانو له پاره باید څه وکړو چی نه سي کولای آلمان ته راسي؟ موږ مثلاً د مجازي زده کړو د امکاناتو په هکله فکر کوو.»
هغه زياته کړه: »موږ غواړو په دې برخه کي خپله ونډه ادا کړو چي په افغانستان کي یو بشپړ له لاسه وتلی نسل رامنځته نه سي. همدارنگه په یوه دریم هیواد کي د تحصیلي بورسونو په هکله هم بحث کیږي. موږ به دا وڅیړو چي د افغانانو سترو ټولنو ته په کتوسره چي له ډیره وخته په گاونډیو هیوادونو کي ژوند کوي، د دریم هیواد بورسونه په اختیار کي ورکړو.«
د «الکساندر هومبولټ بڼسټ» هم د دوامداره مرستو په هکله فکر کوي، لکه څنگه چي دفرانک البرشت بڼسټ وایی چي «دا به غیرمسوولانه وي» چي د زده کړي کار بشپړ نه سي او پس له لومړنیو مرستو محصلین پر نیمه لار پریښودل سي. هغه ټینگار کوي چي په همدې دلیل باید د هر ډول ملاتړ په اړه، د راتلونکي له پاره پیاوړي پروگرامونه په نظر کي ونیول سي.
GP/BS/DW.Online