کابل کې له ۲۵ کلونو یوه خونه کې زندانۍ ښځه ژغورل شوې
۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعهد طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر ۲۱مه) اعلان وکړ چې دا ښځه په یوه بشپړه تیاره او له کثافاتو ډکه خونه کې له تیرو ۲۵ کلونو زنداني وه.
په ټولیزو شبکو کې ددې میرمنې د زنداني کېدو خونې زړه بوږنوونکي انځورونه لاس په لاس کیږي. ویل کیږي چې هغې ته خواړه له کړکۍ څخه ورکول کېدل.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: «هغې چې کله نور خلک لېدل نو ځان یې ناخوندې احساسوه او ډارېده.»
قانع زیاته کړه دې ښځّې سخت رواني او فزیکي زیانونه ليدلي دي. ده وویل، اوسمهال دا ښځه د کابل په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
اړوند مطالب:پر افغان ښځو د زورزیاتي کچه ولې لوړیږي؟
د روغتون یو ډاکټر وايي، ښځه په خوارځواکی اخته او د ویني له سخت کمښت سره مخامخ ده. د ډاکټرانو په وینا د هغې هډوکي مات شوي او د وجود بندونو یې سخت زیان لېدلی.
ښځه چا او ولې زنداني کړه؟
د طالبانو د پولیسو لومړی څېړنې ښيي چې هغه له خپل لومړي میړه څخه تر جلا کېدو وروسته د ژوند له دغو سختو کړاوونو سره مخ شوه.
ویل کیږي چې له میړه سره د هغې جنجال د «نه حامله کېدو» پر سره ؤ او ورونو یې هم د «وراثت پر سره د اختلافاتو» له امله له تېرو ۲۵ کلونو زنداني کړې وه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، ددغه جرم په تور د هغې د ورور او وراره په ګډون د هغې د کورنۍ دوه غړي نېول شوي او قضیه به په بشپړ ډول وڅېړل شي.