په اروپايي هيوادونو کې ولې ځان وژني ډېري شوې؟
۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبهد اروپايي اتحاديې په غړيو هيوادونو کې له ۲۵ کسانو څخه يو په ژور خفګان اخته دی. هر۲۰م له ذهني ستړيا او اضطراب سره مخامخ دی، خو پر دې سربيره هم د دې هيوادونو روغتيايي سيستمونه د دې ډول رواني ناروغيو د موثرې درملنې په برخه کې پاتې راغلي دي.
د ارقامو پر اساس د اروپايي اتحادیې د غړيو هيوادونو هغه ټول کسان چې د رواني ستونزو سره مخامخ دي او درملنې ته اړتيا لري، درملنه یې نه کیږي، بلکې زياتره يې معاينه شوي هم نه دي او لا مرض تشخيص شوی نه دی.
په ۲۰۱۷م کال کې د اروپايي کمیسيون په مالي مرسته په چمتو کړل شوې څېړنه کې راغلي دي چې که څه هم چې د اروپايي ټولنې په هيوادونو کې د رواني ستونزو د درملنې آسانتياوې موجودې دي، خو د سخت ژور خفګان ښکار کابو ۵۶ سلنه مريضانو درملنه نه ده شوې.
تر ټولو مهم مسايل
د «مينتل هيلت يورپ» په نوم د يوه غير دولتي سازمان وياندې چې د اروپايي ټولنې هيوادونو ته د روغتيا د تګلارو په اړه مشورې ورکوي، مارسن رودنسکا په دې اړه وايي: «دلته درې مهمې ستونزي دي، د بدناميدو ويره، د انتظار وختونه او د ډاکترانو فيس.» دا څه د اروپايي کمیسيون د ۲۰۱۷م په رپوټ کې هم تائيد شوي دي.
يوه ښځه چې په رومانيا کې د رواني ناروغيو د يوه داکتر له خوا تداوي شوې، وايي: «د رواني ناروغيو متخصص ته ورتګ او درملنه شرم ګڼل کيږي او مريضان د بدناميدو ويره لري.»
هغه وايي څوک په دې اړه خبرې نه کوي. هیڅوک هم نه غواړي چې د «ليوني» ټاپه پرې ولګيږي.
خو د ۲۰۱۶م کال په يوه څېړنه کې موندل شوې چې که خلک د بدنامۍ ويره له پامه هم وغورځوي نو بيا يې هم د درملنې په مخکې خنډونه ډير وي. په دې اړه له موندل شويو شواهدو ثابته شوې چې په شتمنو هيوادونو کې هم وګړي د رواني روعتيا په برخه کې آسانياو ته په کافي اندازه لاس رسی ښايي و نه لرلې شي.
د اوږد انتظار په پرتله پرانيستې دروازې
د بي بي سي له خوا په ترسره شوې يوه څېړنه کې معلومه شوې چې په بريتانيا کې هم وګړي د رواني ناروغيو د درملنې په برخه کې د ستونزو سره مخ دي.
له متخصص سره د لومړي ملاقات فيس هم بايد مريض پخپله ورکړي چې وروسته یې بيا روغتيايي سنترونه مريض ته ورکوي. د رواني ناروغيو علاج له پاره بيا وخت ژر نه ورکول کيږي او مريض ډېر اوږد انتظار بايد وباسي.
برعکس بيا د اېتاليا په شمال لویديځ ښار کې د هر چا له پاره د کلينکونو دروازې ۲۴ ساعته پرانيستي وي او خلک پرته له دې چې وخت واخلي له ډاکتر سره خبرې کولي شي. د دې کار مثبتې پایلې ليدل شوي دي. هلته په روغتونو کې د علاج له پاره د بستريدونکو شمير ډېر کم دی او په تيره بيا هلته د ځان وژنې فيصدي هم ډېره کمه ده.
د آلمان په څېر هيواد کې هم چېرې چې طبي عملې د مريضانو د شمير په تناسب ښه بلل کیږي، مريضان د رواني ناروغيو له متخصص سره د ملاقات له پاره څلور يا پنځه مياشتې انتظار باید وباسي.
زموږ له آرشيف څخه: