انتي بیوتيک سره مقاوم عفونتونه څومره خطرناک دي؟
۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سهشنبهڅېړونکي وايي «اوس د اقداماتو د ترسره کولو وخت دی» تر څو په ټوله نړۍ کې انسانان د درملو ضد عفونتونو له ګواښ څخه په امان کې کړل شي.
تر لاسه شوي ارقام ښيي چې د ۱۹۹۱ او ۲۰۲۱م کال ترمنځ موده کې هر کال په نړۍ کې تر ۱ میلیون ډېر انسانان د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکو عفونتونو مړه کړي دي.
د نړۍ په سطحه دغه نوې څېړنه د «مقاومو میکروبونو نړېوال تحقیق» (Gram) پروژې له خوا شوې ده. په دې کې موندل شوې چې په یاده موده کې د مقاومو میکربونو (AMR) له بابته د مړينې ۵۰ سلنه پېښې، تر ۵ کلنو په کښته سن ماشومانو کې رامنځ ته شوي دي.
خو دغه پېښې په هغو افرادو کې چې عمرونه ېې ۷۰ کاله یا تر دې لوړ دي تر ۸۰ سلنې ډېرې شوي دي.
دغه څېړنه چې پر لنست طبي مجلې خپره شوې، پکې له عفونت څخه د مخنيوي له پاره ځينو ضروري مخکنیو اقداماتو ته اشاره شوې ده. په مهمو اقدماتو کې واکسیناسیون، حد اقل ته د نامناسبو انتي بيوتيکو د استفادې راوستل او د نوو انتيبيوتيکو په هکله تحقیقات شامل دي، تر څو ېې په نتیجه کې د وړاندوينې مطابق تر ۲۰۵۰م کاله پورې د (اې ام آر) د مرګ و مير ارقام راکم کړل شوي وي.
اې ام آر یا د مکروبونو ضد مقاومت، د نړۍ په سطحه د انسانانو له سترو روغتیايي ګواښونو څخه یو دی چې هر کال د ډېرو انسانانو ژوند اخلي.
دغه څېړنه همدارنګه اټکل کوي چې په ۲۰۵۰م کال کې به ۱ اعشاریه ۹۱ ميلیونه انسانان په بالقوې توګه د اې ام آر د مستقيمې اغیزې په نتیحه کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، چې دا رقم به په یو کال کې د ۲۰۲۲م کال په پرتله نژدې ۷۰ سلنه لوړ وي.
دغه راز د همدې مودې په جریان کې به د هغو مړینو شمېر چې د اې ام آر بکتریا پکې رول لري، تر ۷۵ سلنې پورې لوړ شي چې دې سره به د کلني مرګ و مير ارقام له ۴ اعشاریه ۷۱ ميلیونو ، ۸ اعشاریه ۲۲ ميلیونو ته پورته شي.
اې ام آر یا د مکروبونو ضد مقاومت هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چېبکتریا او ناروغي ډېره وده وکړې او د هغو د درملنې له پاره جوړ درمل نور نشي کولی اثر ولري.
د څېړنې لیکوال محسن نقوي وايي چې «د مکروب ضد درمل د عصري روغتیا پالنې د بنسټ له ډبرو يوه ده او د هغو پر وړاندې د مقاومت ډېرېدل د اندېښنو یو مهم دلیل دی.»
نقوي چې د واشنګټن پوهنتون په متریک هیلت انستيتوت (IHME) کې د اې ام آر ټيم مشر دی، زیاتوي: «دغو موندنو دا مسئله روښانه کړې ده چې اې ام ار له لسیزو راهیسې یو د پام وړ روغتيایي ګواښ دی او دا چې دغه ګواښ د لا ډېرېدو په حال کې دی.»
په امریکا متحده ایالاتو کې د کليفورنیا لاس انجلس پوهنتون څېړونکی، کیون اکیوتا وايي چې په تېرو درو لسیزو کې د سپتیسمي (د وينې ککړتیا عفونت) او اې ام آر له کبله په تنکیو ځوانانو کې د مرګ و مير پېښې راکمېدل یوه د پام وړ لاسته راوړنه ده، خو په ډېر عمر لرونکو افرادو کې دغه ګواښ زیاتیږي.
اکيوتا وايي: «اوس د دې وخت دی چې په ټوله نړۍ کې د اې ام آر له ګواښ څخه د خلکو د ژغورنې له پاره اقدامات وشي.»
زیاته شوې چې نوې څېړنه د نړۍ په ۲۰۴ هيوادونو او قلمرونو کې د ټولو عمر درلودونکو افرادو په منځ کې شوې ده. په انسانانو کې د مړينې اټکل د پراخو منابعو پر اساس شوی چې په هغو کې د روغتونونو معلومات، د مړينو ارقام او د انتي بيوتيک د استفادې کچې اړوند معلومات هم شامل دي.
(PA Media/dpa)mks/nz
له آرشیف څخه: