په افغانستان کې د عنعنوي غيږ نیونې بيا دود کيدل
په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته تر رسیدو وروسته پر یو شمیر ورزشونو محدودیتونه وضع شوي دي خو برعکس بیا یو شمیر سیمه ایز ورزشونه له سره ژوندي شوي او رونق یي موندلی دی. غيږ نيونه هم له دې لوبو څخه يوه ده.
غیږ نیونه، کُشتي یا پهلواني له هغو لوبو څخه ده د افغانستان د خلکو ډېرې خوښيږي. نندارچیان د پهلوانۍ د سیل کولو ترڅنګ پر لوبغاړو شرطونه هم تړي.
غيږ نيونه په افغانستان کې تاریخي سابقه لري او په دې وروستیو کلونو کې د دغه هیواد په رسمي ورزشونو کې هم شامل کړای شوې ده. د افغانستان د المپيک د ملي کمیټې په چوکاټ کې هم د دغه لوبې سیالۍ ترسره کوي.
کشتي یا پهلواني د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په مختلفو نومونو یادیږي او د لوبې قوانین یې هم په هره سیمه کې توپير کوي، د بیلګې په توګه د افغانستان په شمال کې د پښو نه د حریف نیول فول ګڼل کیږي.
دغه ورزش په مختلفو سیمو کې له مختلفو تکتیکونو څخه په استفادې ترسره کیږي. افغانان له دې ورزش سره ډیره علاقه لري او په ځانګړي توګه د رخصتۍ په ورځو کې په خاورینو میدانونو کې ترسره کیږي.
دغه ورزش د سیمې په یو شمیر هیوادونو کې هم دود دی او د هیوادونو ترمنځ هم رقابتونه ترسره کیږي. د افغانستان یو شمیر مشهورو پهلوانانو هم په دې برخه کې سیالۍ ګټلې دي.
طالبانو یو وار بیا په افغانستان کې واک ته تر رسیدو وروسته پر یو شمیر ورزشي رشتو بندیزونه وضع کړل، خو پهلوانۍ په دې وروستیو میاشتو کې یو وار بیا رونق موندی دی او طالبان یې هم له نندارې څخه خوند اخلي.