1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهسعودي عربستان

سعودي عربستان کې بې ساري اعدامونه؛ ۱۰۱ تنه پکې بهرنیان دي

۱۴۰۳ آبان ۲۷, یکشنبه

د فرانسې خبري آژانس پر اساس سعودي عربستان په روان میلادي کال کې د ريکارډ په کچه اعدامونه کړي دي. په ترسره شوو ټولو ۲۷۴ اعدامونو کې د ۳ افغانانو په ګډون ۱۰۱ ېې بهرني اتباع دي چې تر ټولو ډېر ېې د پاکستان او بیا د یمن دي.

https://p.dw.com/p/4n5Wz
د سعودي عربستان بیرغ
د فرانسې خبري آژانس پر اساس سعودي عربستان په روان میلادي کال کې د ريکارډ په کچه اعدامونه کړي ديانځور: FAYEZ NURELDINE/AFP/Getty Images

بشري سازمانونه وايي په سعودي عربستان کې د سږني اعدامونو شمېر په بې ساري ډول لوړ دی.

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس په حواله، د اعدام تر ټولو وروستی حکم د شنبې په ورځ د دې هیواد په جنوب غربي سیمه، نجران، کې پر یوه یمني وګړي چې دغه شاهي هېواد ته د مخدره موادو پر قاچاق مجرم پېژندل شوی وو، عملي شو.

د سعودي د دولتي خبري آژانس له رپوټونو د راټولو شوو ارقامو له مخې، د شنبې ورځې له اعدام سره په دغه هېواد کې د بهرنیو اعدام شوو وګړو شمېر ۱۰۱ ته پورته شوی دی.

په یاد شاهي هېواد کې د روان کال ترسره شوي اعدامونه د ۲۰۲۲ او او ۲۰۲۳ کلونو په پرتله تقریبا درې برابره لوړ دي، څرنګه چې دغه هېواد هر کال په حدود د ۳۴ تنه بهرنیان اعدام کړي دي.

په روان کال کې تر ټولو ډېر اعدام شوي بهرنیان د پاکستان اتباع دي چې د فرانسې خبري آژانس ېې په خپل رپوټ کې شمېر ۲۱ ښودلی. تر پاکستان وروسته د یمن ۲۰ اتباع اعدام شوي، همدا ډول ۱۴ د سوريې، ۱۰ د نایجریا، ۹ د مصر، ۸ د اردن او ۷ تنه د ايټوپیا اتباع اعدام شوي دي. په دغو اعدام شوو افرادو په ډله کې د افغانستان، هند او سوډان له هېوادونو درې درې او د سريلانکا، اریتریا او فليپین څخه یو یو کس شامل دي.

د سعودي عربستان په ریاض کې تاریخي هنري جشن

د بشري حقونو سعودي-اروپايي سازمان (ESOHR) چې مقر ېې په برلین کې دی وايي سږکال وار د مخه د اعدامونو یو نوی ريکارډ مات شوی دی.

که څه هم سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې په خپلو ممنوعه کړنلارو کې نرمښتونه راوستلي او له نړیوالو سيلانیانو او پانګوالو ېې هرکلی کړی، خو د اعدام سزاو د استفادې په دلیل ېې د بشري سازمانونو د پر له پسې نیوکو سره مخامخ شوی دی.

امنېستې انترنشنل یا د بخښنې نړېوال سازمان وايي چې سعودي عربستان په ۲۰۲۳م کال کې تر چین او ایران ورسته د دریم هېواد په توګه تر ټولو ډېر بهرني وګړي بندیان او اعدام کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس په سپتمبر میاشت کې رپوټ ورکړی وو چې سعودي عربستان په څه باندې درو وروستیو لسیزو کې تر ټولو ډېر شمېر اعدامونه کړي دي. په دغه موده کې د اعدام تر ټولو لوړ حکمونه ۱۹۶ په ۲۰۲۲ کال او ۱۹۲ په ۱۹۹۵ کال کې عملي شول دي.     

دغه آژانس وايي چې تر نن یکشنبې د نومبر ۱۷مې پورې په سعودي عربستان کې د یادو ۱۰۱ بهرنيو وګړو په شمول، په مجموع کې ۲۷۴ کسان اعدام شوي دي.

(AFP)mks/akh

 له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب