سعودي ولي اوس په پوځ کي ښځو ته اجازه ورکړې ده؟
۱۳۹۹ اسفند ۷, پنجشنبههغه ښځه چې غواړي د سعودي عربستان په پوځ کې شامله شي بايد پر دغو شرايطو برابره وي: عمر یې د ۲۱ او ۴۰ کلونو ترمنځ وي. قد يې لږ تر لږه ۱،۵۵ متره وي او تر اوسه یې کومه حکومتي وظيفه نه وي کړي.
پر دې سربیره تر ټولو مهمه داده چې د سعودي عربستان تابعيت ولري او لوړې زده کړې یې کړې وي.
پر دې شرطونو برابر ښځې سملاسي کولی شي په پوځ کې د شامليدو له پاره غوښتنليک وړاندې کړي. دا ښځې کولی شي د ځمکنيو ځواکونو څخه نيولې تر سمندري او هوايي ځواکونو پورې د پوځ ټولو برخو ته شاملې شي.
ښځې همدا راز کولی شي لوړ پوړو پوځي څوکيو ته هم د ځان رسولو له پاره غوښتنليک وړاندې کړي.
په اصل کې د سعودي عربستان په پوځ کې د ښځو د شاملولو پريکړه نوې نه ده او کابو دوه نيم کاله ترمخه د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې شوې وه خو اوس په رسمي توګه اعلان شوه.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت له خوا هغه وخت د تويتر په يوه پېغام کې ويل شوي ول:«دا د ښځو د لا پياوړي کولو له پاره يو بل ګام دی.»
تر دې مخکې د هيواد مشرتابه د پوليسو او ملي ګارد په ليکو کې هم ښځو ته د شامليدو اجازه ورکړې وه. که څه هم چې د ښځو فعالانو نيول او محاکمې لا جريان لري خو په ټوله کې په دې وروستيو کلونو کې سعودي عربستان د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ په حال کې دی.
شموليت او سهميه یې
د «بهرنيو اړيکو له پاره د اروپايي کونسل» سياسي شنونکې سنزيا بيانکو په دې آند ده چې په اوس وخت کې ښځو ته د پوځ د دروازې د پرانيستو ډېر علتونه دي.
هغه وايي: «يو علت یې د ښځو ډېر شموليت دی. ځکه د «۲۰۳۰ د ويژن» د حکومتي پروژې يو اصلي هدف دادی چې په سعودي عربستان کې د کار په بازار کې د فعالو ښځو ونډه ډېره کړي او په اوسط ډول یې له ۲۰ تر ۴۰ سلنه لوړه کړي.»
دې کارپوهې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې بله انګیزه یې ښايي پر ولس د پوځي خدمات تاثير په نظر کې نيول شوی وي. د نوموړي په خبره ځکه چې د پوځ دنده له يوې خوا د خپل پوځ سره د وګړو که هغه ښځې وي او که نارينه، عاطفي اړيکه لا پسې قوي کوي. له بلې خوا دا د ټولنې، په ځانګړي توګه د ځوانانو چې انتقادي نظرونه لري او بې صبره ګڼل کيږي، او دولتي تاسيساتو ترمنځ اړيکه پياوړې کوي.
کارپوهه سنزيا بيانکو وایي چې لږ تر لږه د سعودي عربستان حکومت دلته د يوه ډول «انډول» د ساتلو هڅه کوي.
بېلا بېل غبرګونونه
خو د حکومت پر دې ګام په هيواد کې د پردې تر شا نيوکې هم موجودې دي، په تيره بيا د محافظه پاله کړيو او کورنيو له خوا. په حقيقت کې په ټولنیزو رسنيو کې لومړي غبرګونونه يو څه ويشلي دي.
د ټولنیزو رسنیو يوې کارونکې خپله بې حده خوښي څرګنده کړې ده. یوه بله یې بيا په اړه ډاډه نه ده او طنز یې کړی چې آيا سعودي ښځې به په چادرۍ کې په پوځ کې دنده ترسره کوي.
د بهرني سياست سګنال
د سعودي عربستان د چارو کارپوهه سنزيا بيانکو وايي چې د ښځو پر مخ د پوځ دروازې خلاصول د بهرني سياست له پاره هم يو ډېر مهم سنګال دی. د هغې په خبره دا په ځانګړي توګه د امريکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جو بايدن ته متوجې دی چې له سعودي عربستان سره یې اړيکې تر اوسه ډېرې واضح نه دي.
بيانکو وويل: «د سعودي حکومت غواړي هغه داستان اصلاح کړي چې د سعودي په اړه مشهور دی. په دې موخه هڅه کوي چې منفي کيسې لکه د ژورنالیست جمال خاشقجي وژنه او يا د يمن ناوړه جګړه له خلکو هېرې شي.»
د نوموړې په خبره د هيواد مشرتابه په دې پوه دی چې د هيواد تصوير په تيره بيا په ټولنه او د اقتصاد په برخه کې د عصري کولو په نوښتونو سره ښه کولی شي. بيانکو زياتوي: «له همدې کبله یې دا لوری نيولی دی.»
ب. ص/ ن. ز (Kersten Knipp)
زموږ له آرشيف څخه: