1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

سعودي عربستان: د سياسي کاريکاتورونو له امله ۲۳ کاله بند

۱۴۰۳ مهر ۲۶, پنجشنبه

په سعودي عربستان کې یو هنرمند د سیاسي کاریکاتور جوړولو په دليل په ۲۳ کاله بند محکوم شوی. محکمې ویلي چې د دغه هنرمند کاریکاتورونه د هېواد مشرتابه ته سپکاوی کوي.

https://p.dw.com/p/4lurh
د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د عامه محکمې ودانۍ
ریاض کې د سعودي عربستان محکمهانځور: AFP via Getty Images

د محکمې له خوا د ۴۸ کلن هنرمند محمد الهزاع، نقاشي د دغه هېواد مشرتابه ته سپکاوی ګڼل شوي دي. دا خبر د هغه خور او د بشري حقونو ډلې "سند" روانه اونۍ اعلان کړ.

 د محمد الهزاع، د اوږدې مودې د بند سزا په سعودي عربستان کې د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو د دوام په اړه اندیښنې راپارولي دي.

په لندن کې میشته د بشري حقونو ډلې "سند" ویلي چې الهزاع، د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې په سعودي عربستان کې له  »تشدد« سره د ملعملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و او په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو د هغه پر کور چاپه وهلې ول او د هغه هنري سټوډیو یې هم تلاشي کړې وه.

په یوه قضايي سند کې چې د فرانسې خبري آژانس لخوا ترلاسه شوي، ویل شوي چې پر الهزاع د  "توهین آمیز کاریکاتورونو" تور لګول شوی او ویل کیږي چې دغه نقاشیانې الهزاع د قطري ورځپاڼې "لوسیل" لپاره رسم کولې. په دې سند کې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه محتوا یادونه هم شوې، چې ویل کېږي دسعودي عربستان پر ضد او د قطر په ملاتړ ول.

"سند" ټولنې ویلي چې د الهزاع کاږل سوي کاریکاتورونه د قطر له داخلي مسایلو سره تړاو لري. څارنوالۍ داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی چې په دا کاریکاتورونه د سعودي مشرتابه ته سپکاوی وي.

له کلونو انزوا وروسته سعودي عربستان اوس هڅه کوي چې خپلې دروازې د بهرنیو سیلانیانو او پانګوالو پر مخ پرانیزي. الهزاع تر هغه يو کال وروسته ونيول شو چې سعودي عربستان او د هغه څو متحدینو له قطر سره اړیکې پرې کړې. دوی ادعا وکړه چې دغه هېواد د سخت دریځو ملاتړ کوي او له ایران سره نږدې اړیکې لري. خو په دوحه کې حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

محکمې په پیل کې الهزاع په شپږ کاله بند محکوم کړی وو. خو دا قضیه سږکال بیا وڅیړل شوه. اسرا الهزاع، د محمد الهزاع خور، د متحده ایالاتو څخه د تلیفون له لارې د فرانسې خبري اژانس ته ویلې: "هغه نږدې د خپل بند موده تیره کړې وه. خو بیا ناڅاپه دوسیه پرانستل شوه او په ۲۳ کاله بند محکوم شو.» سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فعالانو په وار وار په سعودي عربستان کې د ولیعهد محمد بن سلمان، په واکمنۍ کې د انټرنېټ له لارې د انتقادي تبصرو په اړه سختې نیوکې کړې دي.

جنسي تاوتریخوالی؛ د اعتراض کوونکو پر وړاندې د فشار وسیله ده؟

د بشري حقونو ډلو ایمنسټي انټرنېشنل او القست د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې د سعودي قضایه قوې "په ټولنیزو رسنیو کې لسګونه کسان د خپلو څرګندولو له امله په اوږدمهاله بند محکوم کړي دي."

ش/ا ب/ص (AFP)