روسیه: پر کریمیا ټاپو د بي پيلوټه الوتکې برید مخه نیول شوې
۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبهد روسیې دولتي خبري آژانس «تاس» د سواتوپول د والي میخایل راسوژایف، په تلګرام شبکه کې د خپور شوي خبر په حواله رپوټ ورکړی چې د شنبې ورځې په سهار یوه بی پیلوټه الوتکه په سواتوپول کې په توره بحیره کې د روسیې د سمندري بیړیو یوه بندر ته نږدې ویشتل شوې ده.
دغه بندر مخکې تر دې هم څو ځله د اوکراین له خوا د بی پيلوټه الوتکو تر برید لاندې نیول شوی دی، په دې وروستي ځل د جنورۍ په ۴ نیټه دوه بی پیلوټه الوتکې را وغورځول شوې.
د ارتدوکس عیسوي اختر یا کریسمس په مناسبت د ولادیمیر پوتین له خوا د اعلان شوي یو طرفه اوربند سربیره، په اوکراین کې جګړه یو وار بیا پیل شوې ده.
پوتین د کریميا پر پله چاودنه تروریستي کړنه او د اوکراين کار وباله
دغه ۳۶ ساعته اوربند چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ د مسکو د وخت مطابق د غرمې په ۱۰ بجو پیل شي، د تیر کال د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې به د جګړې په لومړۍ کرښه کې لومړنې اوربند وای.
د اوکراین ارتدوکس کلیسا عموماً خپل عنعنوي اختر د جنورۍ په ۷ نیټه جشن نیسي یا په بل عبارت لمانځي.
راسوژایف د خپلو خبرو په دوام شکایت وکړ چې حتی «مقدس کرسمس» ونه شو کولی چې زمونږ د «اتلانو پر ښار» د دغو «غیر انساني موجوداتو» د برید مخه ونیسي.
اوکراین د ارتدکس کریسمس په مناسبت د روسیې له خوا وړاندیز شوی اوربند، د روسي بریدګرو پام غلطونکی مانور او شیطاني چال بللی او هغه یي رد کړی دی.
د جمعې په ورځ په ټول اوکراین کې د اوربند سربیره دوه ساعتونه په پرله پسې ډول د هوایي برید د خطر زنګ وهل کیده. د تاس د رپوټ پر بنسټ په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ارتدوکس کلیسا د کریسمس په مراسمو کې ګډون وکړ.
زیلنسکي د روسیې پر ضد لا زیاتو بریدونو ته د امادګۍ خبر ورکړی
روسیه تر ټولو په لومړي قدم کې د اوکراین په سویل کې کریمیا کې خپل اشغالګر ځواکونه تجهیزوي. اوکراین په پرله پسې ډول په دغه ټاپو کې د روسیې لوجستیکي او پوځي اهداف په نښه کوي.
وروسته له دې چې په دې وروستیو میاشتو کې په مخ پر ډیریدونکي ډول د روسیې د تیري کوونکي جګړې مخه شوې ده، د کریمیا بیرته نیول د کیف یو له اعلان شوو اهدافو څخه دی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي اعلان کړی دی چې دا کار کیدای شي په دیپلوماتیک او یا هم پوځي لاره ترسره شي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا