1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

څیړنه: په نړۍ کي ۸۰۰ میلیونه خلک په ديابت اخته دي

۱۴۰۳ آبان ۲۴, پنجشنبه

په نړۍ کې تر ۸۰۰ ميلیونه زيات لویان په شکري ناروغۍ اخته. دا تر هغه چي اټکل يې سوی وو، دوه برابره زيات دي.

https://p.dw.com/p/4mzIR
 ديابېت ناروغي په نړیواله کچه له شاوخوا ۷ سلنه څخه ۱۴ سلنه ته لوړه شوې ده
څېړنو ښودلې ده چې د شکرې ناروغي په نړیواله کچه له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۲۲کاله پورې له شاوخوا ۷ سلنه څخه ۱۴ سلنه ته لوړه شوې دهانځور: BSIP/MAY/picture alliance

د یوې نوې څېړنې له مخې په دغي ناروغي د اخته کسانو تر۵۰ سلنه زيات يې تر ۳۰ کلنۍ پورته دي چې درملني ته لاس رسی نه لري.

د دې څېړنې نتیجه په علمي مجلې «لانست» کې خپره شوې او دا په ډاګه کوي چې ۸۲۸ میلیونه خلک چې تر ۱۸ کلنۍ لوړ دي په ديابت ۱ او ۲ ډول اخته دي.

د څیړونکو په وینا، ۴۴۵ ميلیونه خلک، یعني ۵۹ سلنه ناروغانو درملني ته لاس رسی نه دی موندلی.

د روغتیا نړیوال سازمان دمخه اټکل کړی و چې شاوخوا ۴۲۲ ميلیون خلک په دې د میټابولیک د اختلال په ناروغۍ اخته دي. دا ناروغي چې په وینه کې د شکرې په مقدار پورې اړه لري، که درملنه یې ونشي، کولی شي د وینې رګونه، اعصاب او د بدن نور غړو ته زیان ورسوي.

څېړنو ښودلې ده چې د شکرې ناروغي په نړیواله کچه له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۲۲کاله پورې له شاوخوا ۷ سلنه څخه ۱۴ سلنه ته لوړه شوې ده چې ډېره برخه يې په ټیټ او متوسط ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې دې. په بډایه هیوادونو لکه فرانسه، ډنمارک، جاپان او کاناډا کې، د شکر ناروغۍ شمیر په دې وروستیو کې ثابت پاتې یا حتی کم شوی.

په کم او منځني عاید لرونکو هیوادونو کې، د دې ناروغۍ پیښې په چټکۍ سره مخ پر زیاتیدو دي: مثلاً په پاکستان کې، له هرو درو ښځو څخه يوه يې د شکرې له ناروغۍ رنځ وړي. په دغو هیوادونو کې د کافي درملنې نشتوالی د درملنې د تشې د زیاتوالي لامل شوی.

شراب څښل بدن ته څه زیان رسوي؟

په کامرون هیواد کې د «یاوینده لومړۍ» پوهنتون پروفیسور ژان کلود امبانیا، وایې چې د مثال په توګه د افریقا په لويه صحرا کې یوازي د هغو کسانو درملنه کیږي چې د شکر ناروغۍ اټکل یې شوی وي، او دا سلنه هلته یوازي له ۵ څخه تر لسو پوري ده.

په ټوله کې د دیابت یا شکر ناروغۍ درملنه که د انسولین او یا دوا په مرسته وي خورا ګرانه ده. هغه زیاته کړي چې، «په شکر اخته کسان له فزیکي اړخونو څخه هم له جدي خطر سره مخ دي.»

د لندن د امپیریل کالج د دې څېړني لیکوال مجید عزتي وايي: »دا په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ ده ځکه چې په ټیټ عاید درلودنکو هیوادونو کې ناروغان ځوانان دي او د مؤثره درملنې پرته د دایمي اختلالاتو له خطر سره مخ کیدی شي.« عزتي خبرداری ورکړ چې که د دې ناروغۍ د کنټرول له پاره ګام پورته نشي "د بدن د یوې برخې قطع کول، د زړه ناروغۍ، د پښتورګو یا ګرده زیان، د سترګو ضعیفي او په ځینو مواردو کې ژر مړینه" شامل دي.

دیابت یا شکر ارثي هم کیدای شي او ډیر وزن یا چاغښت، غیر صحي رژیم او ورزش نه کول د دې لوی لاملونه دي.

په لویانو کې چاغښت او غیر صحي رژیم اکثرا د ۲ ډول ديابت لامل کیږي. خو د دیابت ۱ ډول اکثراً د انسولین هورمون نشتوالي له امله رامنځته کیږي او معمولا په ماشومتوب او ځوانۍ کې پیل کیږي.

دا څېړنه د نړۍ تر ۱۴۰ زیاتو هیوادونو کې تر ۱۰۰۰ زیاتو بررسيو د احصایې پراساس ده او لومړنۍ نړیواله ارزونه ده چې د ټولو هیوادونو له پاره د ناروغۍ او درملنې کچه پکې شامله ده.

(Reuters, AFP)  SH/ A N/Z