د ټاپې پروژې امنيتی برنامه لاسلیک شوه
۱۴۰۰ فروردین ۲۷, جمعهد ملي امنيت شورا په یوه خبرپاڼه کې راغلې دي چې دغه امنيتي پلان د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنيت شورا د مرستيال عبادالله عباد او د ترکمنستان له اړخه د تاپي پروژې عامل مدير محمد متيرات آمانوف له خوا لاسليک شو.
د دغي خبرپاڼي له مخي، د ټاپې امنيتي پروګرام له ترکمنستان څخه جنوبي آسيا ته د گازو انتقال چې د څو هيوادونو د انرژۍ يوه ستره پروژه ده، ساتنه يې کوي او په سیمه کي ثبات پياوړي کوي.
د ملي امنيت شورا ټينګار کړی دی چې د ټاپې پروژه د افغانستان يوه له مهمو پروژو څخه ده چې د (ادغام سياست او سيمه ايز امنيت) سره د سيمي مهم لوبغاړي له هغې جملې څخه هند او پاکستان کيدای شي د خپلو ګډو ګټو په خاطر سره متحد کړي.
د ټاپې پايپ لاين پروژې د جوړلو طرحه په نويمه لسيزه کې د افغانستان پاکستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شوه چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان ته گاز انتقال شي. وروسته بيا هند هم د دغي پروژې غړی شو.
ټاپې له ترکمنستان سره يوه مهمه پروژه ده چې په پام کې ده له دغه هيواد څخه طبيعي گاز د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته انتقال شي. په دې سره ترکمنستان غواړي چې خپل د ګازو پلورل يوازې په چين پورې محدود نه کړي.
ترکمنستان په پام کې لري چې خپل ۳۰ بيليونه متر مکعب طبيعی گاز د پايپ لاين له لارې چې د افغانستان په خاوره کې به کابو ۷۰۰ کيلومتره وغځېږي، پاکستان او هند ته انتقال کړي.
کلونه کيږې چې دغه پروژه د امنيتي ستونزو او پانګې اچونې له کبله له ستونزو سره مخ شوی ده.