پېښور: ۴ امنيتي ځواکونه او ۳ وسله وال وژل شوي
۱۴۰۳ تیر ۲۱, پنجشنبهپاکستاني ځواکونو دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ د جولای لسمه، د خيبر پښتونخوا ایالت په متني سیمه کې کړي او یاده مرګ ژوبله د پولیسو او پاکستاني طالبانو له خوا پر یو بل د ډزو په جریان کې رامنځ ته شوې ده.
د ځايي پولیسو یو افسر اشفاق خان وويل چې د وژل شوو وسله والو په ډله کې د عبدالرحیم په نوم د وسله والو یو قوماندان هم شامل دی.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې عبدالرحیم د امنيتي ارګانونو تر تعقیب لاندې دوو او د هغه د نيولو په سر ۶ ميلیونه پاکستانۍ کلدارۍ (۲۱۵۰۰ امریکايي ډالر) انعام ټاکل شوی وو.
په اعلامیه کې مشخصه شوې چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې دوه پولیس او دوه د پوځ سرتيري وژل شوي دي.
پوځ ادعا کړې ده چې عبدالرحيم «په ګڼو تروریستي بریدونو کې ښکیل وو» او دغه راز د می میاشتې هغه برید مسئول وو چې د پوځ د کپټان حسين جهانګير او بل عسکر په کې وژل شوي وو.
اسوشتيد پریس زیاتوي چې تحریک طالبان پاکستان TTP چې په پاکستاني طالبانو هم یادیږي، تر اوسه د دغه برید په هکله څه نه دي ويلي.
(AP)mks/nz