«د ناټو په غونډه کي له افغانستانه د وتلو تصمیم نه نیول کیږي»
۱۳۹۹ بهمن ۲۷, دوشنبهدغه خبره د امریکا د دفاع وزارت(پنتاګون) ویاند جان کِربي د تیري جمعې په ورځ(د فبرورۍ ۱۲ مه) وکړه او ويې ویل، چي که څه هم د افغانستان څخه د ناټو قواوو د راوتلو مسأله به د ناټو د دفاع وزیرانو د جلسې د اجندا په سر کي وي، خو د هغه په باب تصمیم به ونه نیسي.
کِربي ټینګار وکړ، چي د امریکايي قواوو د راوتلو تصمیم به سر اعلی قوماندان، یعني جمهوررئیس جو بایدن نیسي. په خبره یې د راتلونکي چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د ناټو ددفاع وزیرانو غونډه به د امریکا متحده ایالاتو ددفاع وزیر، لوييد اوستین سره کومک وکړي، چي جمهوررئیس ته د وتلو په اړه لازمي مشورې ورکړي.
د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کي له طالبانو سره د یوه امضأ سوي تړون پراساس باید ټوله امریکايي قواوي د همدې عیسوي کال د اپریل میاشتي تر پایه پوري له افغانستان څخه راووزي. ددې په مقابل کي بیا طالبان باید په هیواد کي تشدد راکم او د دې ضمانت ورکړي، چي د القاعده شبکې او داعش په مقابل کي ودریږي او وجنګیږي. خو په تیرو میاشتو کي په دغه هیواد کي تشدد او زورزیاتی بیرته ډیر سوی دی.
پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ د بایدن تر انتخابیدو لږ دمخه په افغانستان کي د خپلو عسکرو تعداد ۲۵۰۰ تنو ته راکم کړ.
له بلي خوا بيا آلمان چي په افغانستان کي ۱۱۰۰عسکر لري داسي ښکار چي ماموريت به يې نور هم وغځيږي. يوې المانۍ ورځپاڼي د رپوټ پراساس الماني سیاستمدارانو دې ته تیاری نیولی او اطمینان يې ښوولی چي د همدې کال د اپریل میاشتي تر ۳۰ مي وروسته به هم په افغانستان کي د ناټو قواوي پاته سي.
(AFP) q.n/n.z