ولې بابر، افريدی او رضوان د کاناډا له تجارتي لوبو منع شوي؟
۱۴۰۳ تیر ۳۰, شنبهد پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې د ټولو فارمټونو ستورو لوبغاړو بابر اعظم، شاهین شاه افري او محمد رضوان ته د دغه هیواد د کریکټ بورډ له لوري د کاناډا په سوداګریز کریکټ لیګ کې د لوبیدو اجازه یا ان. او. سي نه دی ورکړی او په دې توګه دوی نه شي کولی چې په دغه سوداګریز لیګ کې ولوبیږي.
د پاکستان کریکټ بورډ یا پي. سي. بي تر دې وړاندې د دغه هیواد چټک توپ اچونکي نسیم شاه ته هم په انګلستان کې د «هنډریډ» په نامه د کریکټ په سیالیو کې د لوبیدو اجازه لیک نه وو ورکړی.
د دغه هیواد کریکټ بورډ د دغه اقدام دلیل د پاکستاند ملي لوبډلې د لوبو ډیروالی او همدا راز پر لوبغاړو باندې د فشار مخنیوی یاد کړي دي. د جمعې په ورځ د پاکستان کریکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «د پاکستان د ملي لوبډلېګڼ شمیرو لوبو او مصروف کال ته په کتلو...او همدا راز له دغو دریو لوبغاړو او د غوراوي کمیټي سره تر سلا مشورو وروسته، دوی ته په لیګونو کې د لوبیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.»
په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې په همدې توګه او د کریکټ بورډ د لوبو د فشار د مدیریت پالیسۍ ته په کتو، دا د پاکستان د کریکټ په ګټه ده چې دوی په کاناډا کې له راتلونکو سوداګریزو لوبو لاس په سر شي، ترڅو دوی د راتلونکو لوبو له پاره له روغتیايي او رواني پلوه په ښه وضعیت کې وي.
ټاکل شوې ده چې پاکستان به راتلونکې میاشت په بنګله دیش کې له دغه هیواد سره دوه ټیسټ لوبې ولري. د یادولو وړ ده چې اصف علي، افتخار احمد، محمد عامر او محمد نواز چې تر ډیره پورې د شل اوریزو لوبو غښتلي لوبغاړي دي، په کاناډا کې د ګلوبل ټي۲۰ په نامه په دغه سوداګریز لیګ کې د لوبیدو اجازه ترلاسه کړې ده. دغه سیالۍ راتلونکې اونۍ په کاناډا کې پیلیږي.
خ.ح/ ش.ن