پاکستان: غواړو په افغانستان کي د داخلي جنګ مخنیوی وکړو
۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبهدغه خبره عمران خان د جمعې په ورځ (د جون میاشت څلرمه) په اسلام اباد کي وکړه او اضافه یې کړه، چي د هیواد رهبري به یې کوښښ وکړي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ پر سم وخت د سیاسي حل یو لار پیدا کړي.
خو دا اسانه خبره نده، چي طالبان دي د خپلو غوښتنو تیریدو ته حاضر سي. ځکه د امریکا متحده ایالاتو تر دې اعلان وروسته، چي غواړي د سپتمبر تر ۱۱ پوري خپلي قواوي وباسي، دوی فکر کوي چي جنګ یې ګټلی دی. عمران خان همدارنګه ویلي دي، چي که چیري په افغانستان کي بیا یو داخلي جنګ شروع او د مهاجرت یو بحران رامنځته سي، نو به پاکستان هم د هغه څخه متأثره سي، چي بیا به یې هیواد مجبوره وي مداخله وکړي.
د امریکا جمهورریس، جوبایدن غواړي په افغانستان کي د جنګونو تر شروع کیدو شل کاله وروسته امریکايي قواوي بلاخره د همدې کال په سپټمبر کي راوباسي. دا خبره هغه په تیر اپریل میاشت کي اعلان کړه او ترهغه وروسته جرمني او د ناټو نورو غړو هیوادو هم د افغانستان څخه د خپلو قواوو د وتلو اعلان وکړ.
تر دغه اعلان راوروسته طالبانو خپلي حملې بیرته ډیري او شدیدي کړي دي. د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو منتقدین بیره لري، چي طالبان به کوښښ وکړي، بیرته قدرت ته ورسیږي.
آ./م.ق.ن./ا.ا.