1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

نا پيژاندو وسله والو په شمالي وزيرستان کې د ښځو فعالاني وژلي

۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبه

نا پيژاندو وسله والو په شمالي وزيرستان کې د يوې غيرحکومتي موسسې څلور کارکوونکې وژلي دي. ځايي پولیسو ويلي دي چې په پېښه کې د دغو ښځو موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

https://p.dw.com/p/3pgqx
Afghanistan Chost Gulan Flüchtlingslager Pakistanische Flüchtlinge
د ارشیف انځورانځور: DW/F. Zahir

اسوشيېتد پريس خبري آژانس په پيښور کې د پوليسو په حواله ليکلي دي چې پېښه د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د فبروري ۲۲مه) هغه مهال رامنځته شوه چې د افغانستان پولې ته نژدې د شمالي وزيرستان په قبايلې سیمه کې د دغو ښځو موټر تر وسله وال بريد لاندې راغلی.

د ځايي پولیسو يوه ویاند، اقبال خان وويل چې پر دغو ښځو باندې برید د ميرعلي ښار اړوند په ايپې کلي کې شوی دی.

د يادې سيمې د پولیسو مشر، شفيع الله خان هم پېښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې پولیسو د حمله کوونکو د نيولو په موخه لټون پیل کړی دی.

زیاته شوې ده چې حمله کوونکې نژدې غرونو ته تښتېدلي دي او د پيښې مسؤليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

Bildergalerie Lage der geflohenen FlüchtlingsKinder aus Nord Waziristan
وژل شوو ښځو په یوه خیره موسسه کې کار کاوه کوم چې ښځو ته په کورونو کې د سوداګرۍ په برخه کې روزنه ورکويانځور: DW/D. Baber

چارواکو ويلي دي چې وژل شوو ښځو د سباوون په نوم يوې پاکستانۍ خیريه موسسې کې کار کاوه. د دغې موسسې په اړه ويل شوي دي چې دوی هغو ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې روزنې ورکوي چې په خپلو کورونو کې کار کوي او دغه راز هغوی ته د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی هم ورکوي.

وژل شوې ښځې د خيبر پښتونخوا ایالت له بنو ښار څخه ميرعلي ته پر لاره د وسله والو په کمين کي ختلي. پولیس وايي، داسې ښکاري چې وسله والو د مخه معلومات درلودل او سيمې ته د دغو ښځو رسيدو ته په انتظار ول.

د پاکستان د بشري حقونو فعالانو په ټولنيزو رسنيو کې دغه پېښه غندلې او د عاملینو پر وړاندې يې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په وروستيو میاشتو کې وسله والو په شمالي وزيرستان کې خپل فعاليتونه ډير کړي، چې له امله يې په دغه سیمه کې يو ځل بیا د پاکستاني طالبانو د بيرته منسجم کيدو اندېښنې راپورته شوي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.