1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د حکومت وروستۍ پریکړې افغانان اندیښمن کړي

خدای نور ناصر
۱۴۰۳ آذر ۹, جمعه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو په اسلام اباد کې مېشت افغانان اندېښمن کړي او د نوموړي ادعا یې بې بنسټه بللې. محسن نقوي وړمه ورځ ادعا کړې وه چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لاریون کې افغان کډوالو ګډون کړی وو او تردې وروسته یې اعلان وکړ چې په پلازمېنه اسلام اباد کې اوسېدونکي افغانان به تر دسمبر وروسته ځانګړې اجازت نامه ته اړتيا ولري.

https://p.dw.com/p/4naLz
خدای نور ناصر خدای نور ناصر په پاکستان کې د دويچه ويله خبريال دی.